په روسیه کې یوې محکمې د حکومت د مړ مخالف مشر الیکسي ناولیني د میرمن یولیا والنیا د نیولو امر وکړ

په روسیه کې یوې محکمې د روسیې د مخالف مشر الیکسي ناوالني چې د فبرورۍ په میاشت کې په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ د میرمن یولیا نوالني د نیولو امر صادر کړ.

2161250

په پلازمینه مسکو کې د باسمني محکمې لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د ناوالنیا پر ضد د درج شوې قضیې د حکمې جلسه وشوه.

محکمې حکم وکړ چې د تحقیقاتو په چوکاټ کې، دا معلومه شوې چې ناوالنیا د افراطي سازمانونو لپاره کار کوي، او د ناوالنیا په غیاب کې د هغې  د نیولو امر صادر شو.

د روسیې فدرالي توقیف خدماتو راپور ورکړ چې الکسي ناوالني د فبروري په ۱۶ په زندان کې ژوند د لاسه ورکړی وو.

اړوند خبرونه