په آلمان کې پر ماشومانو د جنسي تیري او ځورونې پیښو کچه د پام وړ لوړه شوې

په آلمان کې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۸ زره ۴۹۷ ماشومان چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو کم دي د جنسي تیري قرباني شوي دي.

2161493
په آلمان کې پر ماشومانو د جنسي تیري او ځورونې پیښو کچه د پام وړ لوړه شوې

په آلمان کې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۸ زره ۴۹۷ ماشومان چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو کم دي د جنسي تیري قرباني شوي دي.

د فدرالي جنايي پولیسو دفتر د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې  د ۱۴ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان چې چې جنسي تیری پرې شوی دی او یا ځورول شوي دي کچه د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۷ عشاریه ۸  سلنه لوړه شوې .

تېر کال ۱۸ زره ۴۹۷ ماشومان د جنسي تېري قرباني شوي. د دغو ماشومانو ۷۵.۶ سلنه نجونې او ۲۴.۴ سلنه یې هلکان دي. د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر د د نوموړي راپور د اعلان پر مهال  ویلي چې هره ورځ ۵۴ ماشومان او تنکي ځوانان د جنسي تیري قرباني کیږي او ویلي یې دي چې ډیر مجرمین نه نیول کیږي.

فیسر وویل، "ډیری قربانیان عاملین پیژني ځکه چې  د دوی د کورنۍ غړي، ملګري یا پیژندونکي دي. دا د دولت او په ټوله کې زموږ د ټولنې اساسي دنده ده چې د ماشومانو لپاره د ګواښ په صورت کې وګوري او عمل وکړي."

وزیرې فایسر وویل "زموږ تحقیقاتي چارواکي په جدي توګه هڅه کوي چې د روانو ناوړه کړنو مخه ونیسي او عاملین یې په چټکه او دوامداره توګه معلوم کړي. عاملین باید په هیڅ ځای کې د خوندیتوب احساس ونه کړي. له همدې امله د عاملینو پیژندلو او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د جنسي تیري څخه د ساتنې لپاره، د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي ادارې باید دوی ددوې د انټرنټ ای پي آدرس پټ وساتي . هغه وویل چې د مجرمینو د نیولو په خاطر یو د بل پسې نیول کیږي او د قانون منګولو ته سپارل کیږي.

د می په میاشت د آلمان پارلمان د ماشومانو په وړاندې د جنسي تیري جرمونو کې د موادو د درلودلو او ویشلو د جرم سزا کمه کړه.



اړوند خبرونه