د شمالي اتلانتیک تحاد د ناټو  سازمان سرمشریزه پیل شوه.

د امریکا د متحده ایالتونو په پلازمېنه واشنګټن کې د سرمشریزې د اجنډا اصلي موضوع د اوکراین او روسیې جګړه ده.

2161288
د شمالي اتلانتیک تحاد د ناټو  سازمان سرمشریزه پیل شوه.

د شمالي اتلانتیک تحاد د ناټو  سازمان سرمشریزه پیل شوه.

د امریکا د متحده ایالتونو په پلازمېنه واشنګټن کې د سرمشریزې د اجنډا اصلي موضوع د اوکراین او روسیې جګړه ده.

د ناټو سرمشریزه چې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو مشران په کې سره راټول شوي دي، د دغه تړون د ۷۵مې کلیزې د نمانځلو په مراسمو کې پیل شوه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په دغو مراسمو کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ته د " د ولسمشرۍ د ازادۍ  مډال" ډالۍ کړ.

سټولټنبرګ په خپله وینا کې د اوکراین جګړې ته اشاره وکړه.

د ناټو عمومي منشي دې ته په اشارې سره چې اوکراین څخه  باید د روسیې په وړاندې ملاتړ ته دوام ورکړو، وویل چې د دې جګړې پایلې به د لسیزو لپاره نړیوال امنیت اغیزمن کړي.

کوربه، د امریکا ولسمشر بایډن، اعلان وکړ چې د اتحاد غړي به اوکراین ته "تاریخي" مهم هوایي دفاعي سیسټمونه چمتو کړي.

بایډن وویل چې دوی به د آلمان، ایټالیا، هالنډ او رومانیا سره یوځای اوکراین ته د پیټریټ بیټرۍ او پرزې ورسوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم دغې غونډې ته بلل شوی و.

زیلینسکي په دې سرمشریزه کې له ګډون مخکې په واشنګټن کې په یوه بیان کې وویل چې "نړۍ نشي کولی د روسیې د مخنیوي لپاره د نوامبر په میاشت کې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته انتظار وباسي."

د اوکراین مشر د امریکا ادارې ته وویل چې "اوس ددې وخت رارسیدلی دی  چې د یو څه کولو لپاره  قوي پریکړې وشي."


پيوندونه: #سرمشریزه , #ناټو

اړوند خبرونه