د انګلستان پارلمان ته د لومړی ځل لپاره ۲۵ تنو مسلمانو وکیلانو لار پیدا کړه

په انګلستان کې د جولای په څلورمه په پارلماني ټاکنو کې، ۲۵ تنو مسلمانو وکیلانو پارلمان ته لار پیدا کړه.

2161462
د انګلستان پارلمان ته د لومړی ځل لپاره ۲۵ تنو مسلمانو وکیلانو لار پیدا کړه

په انګلستان کې د جولای په څلورمه په پارلماني ټاکنو کې، ۲۵ تنو مسلمانو وکیلانو پارلمان ته لار پیدا کړه.

د ویلو ده چې په انګلستان کې دا لومړی ځل دی چې په پارلمان کې لږه کۍ استازي پدې کچه استازیتوب کوي. د ویلو ده چې په انګلستان کې د جولای د څلورمې په پارلماني ټاکنو کې ۸۹ تنه د لږه کیو استازیو وکیلانو پارلمان ته لار پیدا کړه.

پداسې حال کې چې د ۲۰۱۹ کال په ټولټاکنو کې ۱۹ تنو  مسلمان وکیلانو پارلمان ته د لار موندلې وه  ،  د ۲۰۱۷ کال  په ټولټاکنو کې ۱۵ تنو وکیلانو خو د ۲۰۲۴ کال د جولای د څلورمې نیټې په ټولټاکنو کې ۲۵ تنو مسلمانو وکیلانو پارلمان ته لار پیدا کړه.

په دغه هېواد کې چې شاوخوا ۳،۵ میلیونه مسلمانان اوسېږي، د لومړي ځل لپاره ۸ مسلمانو وکیلانو د لومړي ځل لپاره  پارلمان ته د ننوتو حق ترلاسه کړ.

د مسلمانو وکیلانو له جملې څخه ۱۸ یې د کارګر ګوند، ۲ د محافظه کار ګوند او ۱ یې د لیبرال ډیموکراټ ګوند څخه ولسي جرګې ته لار موندلې ده. د خپلواکو پارلماني کاندیدانو په منځ کې چې بیا د غزې ملاتړو ، ۴ تنو مسلمان وکیلانو پارلمان ته لار پيدا کړه.

صادق الحسن، چې د کارګر ګوند له خوا د شمالي سومرسیټ استازی وټاکل شو، د محافظه کار ګوند ۳۲ کلن وکیل لیام فوکس ته ماتې ورکړه.

پداسې حال کې په ټولو ۲۰ حوزو کې چیرې چې ۳۰ سلنه اوسیدونکې مسلمانان تشکیلوي د کارګر ګوند ټولو نوماندانو پارلمان ته لار موندلې ده . همداشان نصلي چالشکان لومړنۍ تورک تباره وکیله ده پارلمان ته لاره پیدا کړه. چالشکان د شمالي قبرس تورکي جمهوریت سره تړاو لري.

د ۲۵ تنو مسلمان وکیلانو څخه ۸ تنه يي د پاکستان د کنټرول لاندې د ازاد کشمیر سره تړاو لري.

په دغه هېواد کې د جولای په څلورمه تر عمومي انتخاباتو وروسته د محافظه کار ګوند ۱۴ کلنه واکمني پای ته ورسېده. په داسې حال کې چې د محافظه کار ګوند د وکيلانو شمېر چې پنځه کاله مخکې ۳۶۵ و، ۱۲۰ ته راټيټ شوی، خو کارګر ګوند د ولسي جرګې د ۴۱۱ څوکيو په ګټلو سره د ۶۵۰ څوکيو په ګټلو سره نوی حکومت جوړ کړ.



اړوند خبرونه