روسي ځواکونو د اوکراین په څو ښارونو په هممهاله توګه بریدونه وکړل.

پر اوکراین د روسیې په وروستیو بریدونو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

2160782
روسي ځواکونو د اوکراین په څو ښارونو په هممهاله توګه بریدونه وکړل.

روسي ځواکونو د اوکراین په څو ښارونو په هممهاله توګه بریدونه وکړل.

روسي  ځواکونو د اوکراین د پلازمینې کیف سربیره د  دنیپرو، کریوی ریح، سلویانسک او کرماتورک په پراخه پیمانه توغندیز بریدونه کړي. پدې بریدونو کې  د استوګنې ودانیو او زیربناوو ته جدي زیان اوښتی دی. د ویلو ده چې په اوکراین کې په ترسره شوو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ تنه مړه او تر ۱۶۶ ډیر ټپیان شوي دي.

اوکرایني چارواکو اعلان کړی، چې روسي ځواکونو پر کیف او نورو اوکرایني ښارونو د توغندیو باران کړی، چې په ټول هېواد کې یې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژلي او د ماشومانو یو مهم روغتون یې ویجاړ کړی دی.

په خبرکې ویل شوي، چې روسي پوځیانو د کیف پر مرکز د کنزال توغندیو په ګډون لوی توغندیز برید کړی، چې په پایله کې یې ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د پوځي ادارې مشر سرګي پاپکو ویلي دي چې د روسیې لخوا پر کیف د توغندیو په بریدونو کې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي دي.

پاپکو وویل، "تر دې دقیقې پورې، د اوو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی. معلومات تازه کیږي." په پلازمینه کې د لږ تر لږه ۲۵ کسانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.

په تیرو دوو کلونو کې یو له خورا بدو بریدونو څخه دی.

د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو وویل چې د اوکراین پر پلازمینې برید د مسکو د دوه کلن اشغال په موده کې تر ټولو ناوړه برید وو.

د بریدونو په ترڅ کې د ماشومانو روغتون ته د زیان رسولو وروسته، کلیچکو وویل، "دا یو له بدو بریدونو څخه دی. لکه څنګه چې تاسو لیدلی شئ، دا د ماشومانو روغتون دی."

د اوکراین په پلازمینه کې د ماشومانو پر روغتون د توغندیو له برید  وروسته، په کیف کې په یو بل روغتون هم برید شوی دی. د اوکراین د ژغورنې ډلو ویلي دي چې پدې برید کې څلورو تنو ژوند د لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین د کریمیا ښار ښاروال الکساندر ویلکول وویل چې د دوشنبې په ورځ د اوکراین په کریميا ریح ښار کې د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۱ تنه ټپیان شوي دي.

ويلکول وويل "لس تنه مړه شوي، ٣١ ټپيان دي، ١٠ تنه په جدي توګه په روغتون کې دي. ټول بيړني، عامه خدمتونه او طبي واحدونه کار کوي."

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ددې بریدونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او زیاته کړه ،  روسي ځواکونو د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو لسګونه توغندي توغولي دي.

زیلینسکي په خپله وینا کې وویل: "روسیې یو ځل بیا پر اوکراین په پراخه کچه توغندي وتوغول. پر بېلابېلو ښارونو، کیف، دنیپرو، کریوی ریه، سلویانسک، کراماتورک. له ۴۰ ډېر ډول ډول توغندي وویشتل شول. د استوګنې، زیربناوې او د ماشومانو روغتون زیانمن شوی."د ویلو ده چې دا بریدونه د ناټو د مشرانو د سرمشریزې نه یواځې یو ورځ مخکې ترسره شوي دي.



اړوند خبرونه