سپینه ماڼۍ :  ولسمشر جو بایډن به  په هیڅډول د ولسمشرۍ له سیالۍ څخه بهر نشي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د امریکا  ولسمشر جو بایډن به  په هیڅډول د ولسمشرۍ له سیالۍ څخه چې د نوامبر په پنځمه  نیټه ترسره کیږي ، لاس په سر نشي.

2159116
سپینه ماڼۍ :  ولسمشر جو بایډن به  په هیڅډول د ولسمشرۍ له سیالۍ څخه بهر نشي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د امریکا  ولسمشر جو بایډن به  په هیڅډول د ولسمشرۍ له سیالۍ څخه چې د نوامبر په پنځمه  نیټه ترسره کیږي ، لاس په سر نشي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر په خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ژان پییر وویل چې د ولسمشر بایډن  د خپل  سیال جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ سره  د جون په ۲۷ نیټه د ژوندۍ بڼې د خپرونې د مناظرې پر مهال  زکام وو او ناروغه وو. د همدې امله هغه ونشو کولی چې خپل غږ اوچت کړي او ډیر زیات بحث وکړي.

ژان پییر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بایډن به د ولسمشرۍ له سیالۍ څخه بهر شي او که نه وویل ، نه په هیڅورت نه بهر کیږي .

کله چې خبریالانو وپوښتل چې ولسمشر بایډن ددې  مناظرې څخه نږدې ۲ اونۍ دمخه له ایټالیا څخه راستنیدو پر مهال پداسې حال کې چې باید له الوتکې راښکته شوی وی خو هغه ونشو کولی چې د الوتکې راښکته شي. ایا دا د هغه د ډیر عمر نتیجه ده؟ وویل ، نه ،  بایډن ډیر بوخت مهالویش درلود او د سفر ستړیتوب او  شدت کولی شي په خلکو اغیزه وکړي. دا د عمر پورې اړه نلري.

جو بایډن  د ټرمپ سره په مناظره کې ونشو کولی چې د هغه د زیات عمر په اړه اندیښنې حل کړي. له برنامې وروسته  هغه د سختو نیوکو سره مخ شو. د بایډن لپاره د ډیموکراتیک ګوند او ځینو رسنیو سازمانونو څخه چې د هغه ملاتړ کوي "د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه د وتلو" غوښتنه شوې وه.

له بلې خوا بایډن دا ومنله چې د هغه روغتیایی حالت د پخوا په څیر نه دی، وویل چې هغه لا هم د ټرمپ په وړاندې غوره بدیل دی، او اعلان یې وکړ چې هغه به له سیالۍ څخه بهر نشي.



اړوند خبرونه