د آلمان حکومت د هغه بهرنیانو پر خلاف چې جرمونه کوي کوټلی ګام اوچت کړ.

په آلمان کې حکومت د هغو بهرنيانو د اخراج د بهیر د  چټکولو قانون تصویب کړ چې جرمونه کوي او یا د ترهګرۍ ستاینه او پلوي کوي.

2156415
د آلمان حکومت د هغه بهرنیانو پر خلاف چې جرمونه کوي کوټلی ګام اوچت کړ.

د آلمان حکومت د هغه بهرنیانو پر خلاف چې جرمونه کوي کوټلی ګام اوچت کړ.

په آلمان کې حکومت د هغو بهرنيانو د اخراج د بهیر د  چټکولو قانون تصویب کړ چې جرمونه کوي.

د کورنیو چارو د وزیرې نانسي فایسر لخوا چمتو شوی لایحه د وزیرانو شورا لخوا تصویب شوه.

نانسي فایسر د وزارت په رسمي ویب پاڼه کې په خپور کړي بیان کې ویلي چې دوی په انټرنیټ کې د کرکې د جرمونو په وړاندې سخت ګامونه پورته کړي او ویلي یې دي، "هر هغه څوک چې د آلمان تبعه نه وي او دلته د تروریستي اعمالو ستاینه کوي باید وشړل شي."

په دې اساس، پر هغو کسانو سربیره چې جدي جرمونه کوي، هغه کسان چې په ټولنیزو رسنیو کې د ترهګرۍ ستاینه کوونکي مواد چمتو کوي او خپروي او هغه کسان چې دا ډول مواد د "لایک" په نښه کوي مجرم وګڼل شي او له آلمان نه به اخراج شي.

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز د مې په ۳۱مه په مانهیم ښار کې د یوه افغان له خوا د چړې د برید سره د یوه پولیس افسر له وژلو وروسته په خپله وینا کې دا پیغام ورکړ چې د اخراج مقررات به بدل شي.



اړوند خبرونه