ملګرو ملتونو پر انګلستان د کډوالو په اړه د تصویب کړي قانون باندې د بیا کتنې غوښتنه کړې
ملګرو ملتونو پر انګلستان روانډا ته د ناقانونه کډوالو د انتقال په اړه پر جنجالي لایحې د بیا کتنې غږ وکړ.

ملګرو ملتونو پر انګلستان روانډا ته د ناقانونه کډوالو د انتقال په اړه پر جنجالي لایحې د بیا کتنې غږ وکړ. د ویلو ده پارلمان او کابینې روانډا ته د غیرې قانوني کډوالو د انتقال په اړه د قانون لایحه تصویب کړه.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي ویلي چې دوی د انګلستان پارلمان لخوا روانډا ته د غیرې قانوني کډوالو د انتقال په اړه د قانون د لایحې له تصویب له امله ډیر اندیښمن دي او ویلي یې دي "غواړو یو ځل بیا ددې لایحې د منفي اغیزو په اړه خبرداری ورکړ. دا مسئله به د نړیوال مسوولیت د شریکولو، د بشري حقونو او د کډوالو د ساتنې په مسئلې ډیرې بدې اغیزې وکړي."
نوموړو په خپور کړي بیان کې له انګلستان څخه غوښتي چې روانډا ته د غیرقانوني کډوالو د لیږلو په پلان باندې له سره کتنه وکړي او سپارښتنه شوې چې پر ځای یې د غیرقانوني کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره عملي اقدامات وکړي.
په بیان کې د کډوالو لپاره د اقداماتو په برخه کې د نړیوالې همکارۍ او د بشري حقونو نړیوال قانون ته د درناوي اهمیت ته هم اشاره شوې.
ګرانډي وویل، "نوی قانون ښیي چې انګلستان د کډوالو د کنوانسیون څخه په سرغړونې سره، اړو خلکو ته د پناه ورکولو له خپل اوږد دود څخه یو ګام نور هم لری شوی دی " هغه ویلي دي چې د کډوالو ساتنه د ټولو هیوادونو مکلفیت دی.
د بله پلوه والکر ترک ویلي دي چې دا نوی قانون به په انګلستان کې د قانون حاکمیت په جدي توګه نقض کړي او په ټوله نړۍ کې به یو خطرناک مثال شي.
د ویلو ده چې د قانون لایحه به د انګلستان د پاچا چارلس دریم له تصویب وروسته قانون شي.