په روسیه کې د ولسمشرۍ ټاکنې پيل شوې.

د ویلو ده چې په روسیه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو بهیر به درې ورځې دوام وکړي. د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنو رای اچونه به د یکشنبې د ورځې د ماسخوتن په ۸ بجو پایته ورسیږي.

2115936

په ټاکنو کې به ۱۱۲ میلیونه ۳۰۹ زره ثبت شوي رایې ورکوونکي رایه ورکړي.

د اوکراین خاوره کریمیا چې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې لخوا د خپل هیواد سره یو کړې سربیره په دونیڅک، لوهانسک، خرسون او زاپورزیه کې به هم رایه اچونه ترسره شي.

درې نور نوماندان به په ټاکنو کې له اوسني ولسمشر ولادیمیر پوتین سره سیالي وکړي.

هغه نوماند چې تر نیمايي زیاتې رایې ترلاسه کړي ولسمشر ټاکل کیږي.

دا یقیني ده چې ۷۱ کلن پوتین چې د تیرو ۲۴ کلونو راهیسې په هیواد واکمن دی دا ټاکنې به وګټي.

اړوند خبرونه