د فنلنډ لومړي وزیر ویلي، مونږ په خپل هیواد کې د امریکا متحدو ایالتونو اټومي وسلو ته اړتیا نلرو.
د فنلنډ لومړي وزیر پیټري اورپو ویلي، مونږ په خپل هیواد کې د امریکا متحدو ایالتونو اټومي وسلو ته اړتیا نلرو.

د فنلنډ لومړي وزیر پیټري اورپو ویلي، مونږ په خپل هیواد کې د امریکا متحدو ایالتونو اټومي وسلو ته اړتیا نلرو.
هغه د پولنډ کې د زچپوست پولیتا ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې، د روسیې او اوکراین جګړې په اړه چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري له ۲۴ نیټې راهیسې روانه ده ارزونې وکړې.
لومړي وزیر اورپو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوی به د خپل هیواد په خاوره کې د امریکا اټومي وسلې ومني؟ وویل ، نه مونږ په خپله خاوره کې د امریکا اټومي وسلو ته اړتیا نلرو، ځکه چې ناټو سازمان د اټومي وسلو د مخنیوي تضمین کوي."
فنلنډ چې د اپریل په څلورمه د ناټو د ۳۱ غړي په توګه له دې اتحاد سره یوځای شو، د ډسمبر په میاشت کې له امریکا سره د "دفاعي همکاریو تړون" لاسلیک کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دې ته اشاره وکړه چې دا تړون د ټرانس اټلانټیک امنیت د پیاوړتیا لپاره د هغه هیواد د هراړخیزو هڅو وروستۍ بیلګه وه او یادونه یې وکړه چې "دوی یوه شبکه جوړه کړه چې په ټوله اروپا کې امنیت او ثبات تضمینوي."