په فرانسه کې د مهاجرت د اصلاحاتو لایحه رد شوه .
د فرانسې په پارلمان کې د مهاجرت د قانون د اصلاحاتو په لایحې رای اچونه وشوه. د رای اچونې په نتیجه کې دا لایحه رد شوه.

په فرانسه کې د مهاجرت د اصلاحاتو لایحه رد شوه .
د فرانسې په پارلمان کې د مهاجرت د قانون د اصلاحاتو په لایحې رای اچونه وشوه.
د رای اچونې په نتیجه کې دا لایحه رد شوه.
په فرانسه کې ښي اړخو او کیڼ اړخو ګوندونو پرون په پارلمان کې د مهاجرت په قانون کې د اصلاحاتو د لایحې پر خلاف رایه ورکړه.
حکومت په هیواد کې د مهاجرت قانون کې د اصلاحاتو په موخه پارلمان ته لایحه وړاندې کړې وه.
حکومت ویلي چې د مهاجرت په قانون کې د اصلاحاتو نه هدف کډوال تر کنټرول لاندې نیول او د مهاجرینو ښه ادغام دی.
خو کیڼ اړخو استدلال وکړ چې دا قانون ډیر ظالم و، او ښي اړخونو استدلال وکړ چې دا اصلاحات پر کډوالۍ د مخنیوۍ لپاره کافي نه و.
دغه لایحې د هغو کډوالو لپاره چې پنځه کاله یا تر دې زیات په بند محکوم شوي وي د د ډیپورت کولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کولې او همدا راز په فرانسه کې میشتو کډوالو لپاره يي فرانسې ته د خپلو کورنیو غړیو راوستل ستونزمند کول.