پنټاګون : په تیرې یوه میاشت کې په عراق او سوریه کې د امریکا پر هډو ۵۸ بریدونه شوي
د امریکا دفاع وزارت پنټاګون اعلان کړی، چې د اکتوبر له ۱۷مې راهیسې په عراق او سوریه کې د امریکا پر هډو شاوخوا ۵۸ بریدونه شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون اعلان کړی، چې د اکتوبر له ۱۷مې راهیسې په عراق او سوریه کې د امریکا پر هډو شاوخوا ۵۸ بریدونه شوي دي.
د پنټاګون مرستیال ویاندې سبرینا سنګ په یوه ورځني خبري کنفرانس کې پر امریکايي هډو د بریدونو په اړه تازه معلومات ورکړل. هغې وویل چې ،
"د اکتوبر له ١٧مې را په دې خوا زموږ پر سرتېرو ۵۸ بريدونه شوي دي. ټول بریدونه ناکام شوي دي. بنسټيزو تاسيساتو ته يې زيان نه دى اړولى او زموږ کوم سرتېري ته کوم جدي زيان نه دى رسېدلى. پدې بریدونو کې زمونږ نږدې ۶۰ تنه سرتیري په خفیف ډول ټپیان شوي وو چې ټول سرتېري بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي." هغه وویل.
"تر نن ورځې پورې، نږدې 58 بریدونه شوي دي. یعني په عراق کې ۲۷ بریدونه او په سوریه کې له ۳۰ څخه تر ۳۱ پورې بریدونه شوي دي."
د ویاند مرستیالې ویلي، هغه تورونه نه مني چې ګواکې په سیمه کې د امریکا پر هډو د بریدونو په اړه غبرګون نه دی ښودل شوی.
"زه فکر کوم چې تاسو د وروستیو دریو بریدونو په اړه زموږ غبرګونونه لیدلي دي. یو د قومندۍ او کنټرول واحد په نښه شوی چې په خوندي کور کې فعالیت کولو. همداشان دوه د وسلو او مهماتو زیرمې او روزنیز مرکزونه په نښه شوي دي"
"که نور بریدونه هم وشي، موږ به خامخا د خپلې خوښې په وخت او ځای کې ځواب ورکړو." سنګ وویل چې د امریکا پر هډو بریدونه د تیرې یوې میاشتې په پرتله اوس د پام وړ کم شوي دي.