پولیویا د اسرائیلو سره خپلې ټولې ډیپلوماتیکې اړیکې وشلولې.
د بولیویا حکومت اعلان وکړ چې له اسرائیلو سره یې ټولې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې.

پولیویا د اسرائیلو سره خپلې ټولې ډیپلوماتیکې اړیکې وشلولې.
د بولیویا حکومت اعلان وکړ چې له اسرائیلو سره یې ټولې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې.
دا څرګندونې د بولیویا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فریدي ماماني وکړې.
ماماني په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «حکومت پر غزې د اسرائیلو د تیري او نامناسب پوځي برید د غبرګون او غندنې په خاطر له اسرائیلو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو پریکړه کړې ده."
د اسرائیلو اړیکي د جنوبي امریکا له یوه بل هیواد کولمبیا سره هم ترینګلي دي.
اسراییلو د کولمبیا د ولسمشر ګوستاو پیټرو لخوا د غزې د بریدونو په اړه د څرګندونو له امله په تل ابیب کې د کولمبیا سفیره مارګریتا مینجاریز د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړه.
له دې پرمختګ نه وروسته د بولیویا ولسمشر د اسرائیلو په اړه سخت غبرګون وښود او پریکړه یې وکړه چې "له اسرائیل سره بهرنۍ اړیکې وځنډوي".
اړوند خبرونه

ټرمپ : هر څه ژر به د روسیې د ولسمشر پوتین سره لیدنه وکړم.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به هر څه ژر لیدنه وکړي.