په سویس کې په عامه ځایونو کې د بورقې په  اغوستو یا ټول مخ پټولو باندې بندیز ولګول شو.

د سویس د فدرال پارلمان  د بورقې  د بندیز په اړه  په مسودې رایه اچونه وکړه چې دا مسوده کې د ۲۹ رایو په مقابل کې  د ۱۵۱ رایو سره تصویب شو.

2040236
په سویس کې په عامه ځایونو کې د بورقې په  اغوستو یا ټول مخ پټولو باندې  بندیز ولګول شو.

په سویس کې په عامه ځایونو کې د بورقې په  اغوستو بندیز ولګول شو.

 د سویس د فدرال پارلمان  د بورقې  د بندیز په اړه  په مسودې رایه اچونه وکړه چې دا مسوده کې د ۲۹ رایو په مقابل کې  د ۱۵۱ رایو سره تصویب شو. په قانون کې د اصطلاحاتو د بدلونونو، جریمې او معافیت په اړه د وکیلانو ټولې غوښتنې رد شوې.

د دې قانون سره سم، په ټول هیواد کې په  عامه ځایونو کې د مخ پټول  یا په ټولو عامه او خصوصي ځایونو  کې د مخ پټول "په داسې ډول چې د مخ ځانګړتیاوې پیژندل کیدی نشي" منع شول. همداشان ددې قانون له مخې سرغړونکي   زر سویس فرانک جریمه کیږي. پدې  قانون  کې په الوتکو کې د مخ پټولو، د مذهبي مراسمو په جریان کې، ځایی دودونو، تیاترونو، او د روغتیا یا اقلیم دلایلو لپاره د مخ پټول استثنا شمیرل شوی‌ دي.

په سویس کې په ۲۰۲۱ کال کې ترسره شوې ټولپوښتنه کې ۵۱،۲ سلنه خلکو په ټول هېواد کې په عامه ځایونو کې د بورقې اغوستلو بندیز ته "هو" وویل.

د بورقې اغوستل په لومړي ځل په فرانسه او بلجیم کې په ۲۰۱۱ کال، بیا په ۲۰۱۶ کال کې په بلغاریا، په ۲۰۱۷ کال کې اتریش او په ۲۰۱۸ کې په ډنمارک کې منع شول.

همداشان دې قانون د مسلمانانو سخت غبرګون هم پارولی دی. دا قانون په ښکاره توګه  په سویس کې د هغه  مسلمانو ښځو چې بورقې اغوندي‌ او نه غواړي‌ مخونه يي لوڅ شي حقونه او ازادي‌ د خپو لاندې کوي.


پيوندونه: #سویس , #بندیز , #بورقه

اړوند خبرونه