اوکراین : د روسیې څخه مو یوه ډیره مهمه سیمه بیرته ونیوله

پداسې حال کې چې  د روسیې او اوکراین په جګړه کې د باخموت په سیمه  کې نښتې د خپل ټول شدت سره دوام لري اوکراین د روسیې نه د یوې مهمې سیمې د نیولو نه خبر ورکړ.

2038731

د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان اولیکساندر سیرسکي اعلان وکړ چې د باخموت ښار په جنوب کې د ستراتیژیک پلوه مهم ښار کلیشچیویکا له روسانو څخه بېرته نیول شوی او ویلي یې دي چې "کلیشچیویکا سیمه له روسانو پاکه شوې ده."

د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر مشر اندري یرماک په خپله وینا کې ویلي، «کلیشچیویکا د اوکراین دی» او له هغو پوځیانو څخه یې مننه وکړه چې د اوکراین ځمکې یې له اشغال څخه ژغورلې دي.

تېره جمعه اوکراین اعلان وکړ چې د بخموت ښار په جنوب کې پروت د اندریوکا کلی د روسیې له نیواکه ازاد شوی، خو روسیې دا خبره رد کړه. باخموت، چې د ستراتیژیک پلوه مهم ښار دی، چې پکې خونړۍ نښتې روانې دي، تېرې  مې په  میاشت د روسي ځواکونو له خوا ونیول شو.

پيوندونه: #روسیه , #جګړه , #اوکراین

اړوند خبرونه