په لیبیا کې د سپټمبر په لسمه د رامنځته شوو سېلابونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
په لیبیا کې د سیلابونو له امله د مړو شمیر په ډیر چټکۍ سره مخ په لوړیدو دی
په لیبیا کې د سپټمبر په لسمه د رامنځته شوو سېلابونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د دغه هېواد د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، یوازې د درنا په ښار کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۶ زرو تنو واوښت او زرګونه کسان لا هم ورک دي.
د دغه ښار ښاروال ویلي چې د تلفاتو د شمېر په پام کې نیولو سره ښايي په سېلاب کې د مړو شمېر له ۱۸ تر ۲۰ زرو پورې لوړ شي.
بل لوري ته ويل شوي دي چې په درنا کې خاورو ته د سپارل شوو کسانو شميره ۲ زره ۹۰ تنو ته رسيدلی چې د هغوي څخه ۱۱۰۰ مړي دپيژندگلو پرته ښخ کړی شوي دي.
د سپوږمۍ له لارې په لیبیا کې د سیلابونو په نتیجه کې رامنځته شوي زیانونه لا په ښه توګه څرګند شوي دي.
د "دانییل" په نامه توپان چې مرکزي مدیترانه يي تر اغیزو لاندې راوستې وه او د سپتمبر په لسمه نیټه د لیبیا ختیځ تر اغیزو لاندې راوست د لیبیا د د بنغازي، بیدا، مارج، سوز او درنا په ښارونو کې ډیر زیات ځاني او مالي زیانونه رامنځته کړل.
د لیبیا د ملي یووالي حکومت لومړي وزیر عبدالحمید دیبې یوه ورځ وړاندې په ټول هېواد کې د سېلاب له امله درې ورځنی ماتم اعلان کړ او د لیبیا د ولسمشرۍ شورا د سېلاب له امله د زیانمنو شویو سیمو لپاره له دوستو او ورونو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه. .
د لیبیا د ملي یووالي حکومت لومړي وزیر عبدالحمید دیبی په خپل ټولنیز میډیا اکاونټ کې په یوه بیان کې وویل: "ما لوی څارنوال ته لارښوونه کړې چې په درنا کې د دوه بندونو د نړیدو په اړه بیړنۍ څیړنه پیل کړي او اړونده بنسټونه په بشپړ ډول همکاري وکړي.
دیبي په خپل فیس بک اکاونټ خپل بیان کې ویلي، "د ناورین ځپلو ښارونو دردناک وضعیت ته په پام سره، ما پریکړه کړې چې په ټول هیواد کې د لومړنیو او ثانوي زده کړو په ادارو کې د ۱۰ ورځو لپاره تعلیم وځنډوي."
ده د دې په څرګندولو سره چې د پوهنې وزارت ته يې لارښوونه وکړه چې په يادو سيمو کې د زده کوونکو د بېرته راستنېدو لپاره يو پلان جوړ کړي، ديبي دا هم يادونه وکړه چې د زده کړو لپاره به موقتي مرکزونه جوړ کړي.
اړوند خبرونه
پیسکوف وویل چې په دې موده کې د اټومي وسلو د کمولو په اړه د خبرو اترو ترسره کول ناممکن دي.
پیسکوف وویل چې په دې موده کې د اټومي وسلو د کمولو په اړه د خبرو اترو ترسره کول ناممکن دي.