شمالي کوریا ولسمشر په زغره وال ریل ګاډي کې روسیې ته ورسید
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ، په زغره والو اورګاډي کې د روسیې خاورې ته داخل شو.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ، په زغره والو اورګاډي کې د روسیې خاورې ته داخل شو.
د روسیې د رسنیو د راپورونو له مخې، د کیم سره زغره وال ریل ګاډی نن سهار د روسیې له پولې تېر شو او د لرې ختیځ فدرالي ولسوالۍ اړوند د پریمورسکي کرای کې د خسان ریل سټیشن ته ورسید.
بیا ریل ګاډی د اوسوریسک ښار څخه د خبروفسک ښار په لور حرکت وکړ. کیم د اورګاډي تم ځای لا نه دی معلوم.
تمه کیږي چې کیم به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره چې پرون په ختیځ اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره د پریمورسکي کرای سیمې د ولادیوستوک ښار ته تللی وو سرمشریزه وکړي.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې پوتین او کیم به د لیرې ختیځ فدرالي ولسوالۍ کې سره دوه په دوه لیدنه وکړي . همداشان وروسته به دواړه مشران د پلاوي مشري وکړي.
هغه وویل چې پوتین به د کیم په درناوي د رسمي میلمستیا ورکړي. همداشان په لیدونو کې به په دوه اړخیزو اړیکو تمرکز وشي.
د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي تیره میاشت وویل چې شمالي کوریا او روسیه په فعاله توګه د وسلو په خبرو اترو کې ښکیل دي.
هغه وویل، "د دغو خبرو اترو په تعقیب، د لوړې کچې خبرې ممکن په راتلونکو میاشتو کې دوام ومومي. د احتمالي موافقو سره، روسیه کولی شي د پام وړ اندازه او ډول ډول مهمات له شمالي کوریا څخه ترلاسه کړي، چې دوی یې په اوکراین کې کارول غواړي."
تیره اونۍ د امریکا رسنیو ادعا وکړه چې کیم به له پوتین سره د وسلو په اړه د خبرو اترو لپاره روسیې ته ولاړ شي.
له بلې خوا د امریکا ادارې د شمالي کوریا پر مشر غږ کړی چې "مسکو ته وسلې ورکولو نه ډډه وکړي".
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې اډرین واټسن یونهاپ خبري اژانس ته دا خبره وکړه.
واټسن ټینګار وکړ چې د کیم او پوتین د غونډې په جریان کې به د وسلو احتمالي معامله په اجنډا کې وي.
"موږ په شمالي کوریا غږ کوو چې پیونګ یانګ عامه ژمنو ته غاړه کیږدي او روسیې ته د وسلو ورکولو او پلورولو نه ډډه وکړي."
اړوند خبرونه

اذربایجان په قره باغ کې د ترهګرۍ ضد په وروستیو عملیاتو کې د خپل ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.
د آذربایجان پوځ ویلي دي چې په قره باغ کې د ترورېزم ضد عملیاتو کې ۱۹۲ تنه پوځیان شهیدان شوي دي.