د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کې یو ځل بیا په قران کریم برید وشو.
د اسلام دښمنه او توکمپاله (ډنمارک وطنپال) ډلې غړو په کوپنهاګن کې د تورکیې، الجزایر، پاکستان، اندونیزیا او ایران د سفارتونو مخې ته قرآن کریم وسوځو.
د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کې یو ځل بیا په قران کریم برید وشو.
د اسلام دښمنه او توکمپاله (ډنمارک وطنپال) ډلې غړو په کوپنهاګن کې د تورکیې، الجزایر، پاکستان، اندونیزیا او ایران د سفارتونو مخې ته قرآن کریم وسوځو.
د دې ډلې غړیو، چې د پولیسو په ملتیا دا منفور عمل ترسره کړ، د اسلام پر ضد يي شعارونه هم ورکول.
دغې ډلې د قرانکریم د سوځولو شېبې په ژوندۍ بڼه په خپلو ټولنیزو رسنیو کې نشر کړې.
د ویلو ده چې د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې ددې توکمپاله او اسلام دښمنه ډلې لخوا دا څوم ځل دی چې په قرانکریم بریدونه کیږي.
نوموړې ډلې د اګست په څلورمه نیټه په کوپنهاګن کې د تورکیې، عراق ، مصر، سعودي عربستان او ایران او د اګست په ۷ مه بیا د تورکیې، پاکستان ، الجزایر، اندونیزیا او ایران او د اګست په ۸ مو او ۹ مو نیټو هم د همدې سفارتونو مخې ته په قران کریم برید وکړ او قرانکریم يي وسوځو.
همداشان تیره ورځ یوې ډلې مسلمانانو د ډنمارک وطنپال افراطي ډلې پر خلاف سخت غبرګون وښود.
په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په سویډن او ډنمارک کې د قران کریم پر ضد بریدونه زیات شوي، یوشمېر هېوادونو په ځانګړې توګه تورکیې په دې اړه غبرګون ښودلی دی. همداشان تورکیې د ډنمارک د چارواکیو پر خلاف چې د بیان د ازادۍ تر نامه لاندې په قرانکریم برید کولو ته اجازه ورکوي سخت غبرګون وښود .
د اسلامي همکاریو سازمان هم تیره اونۍ د همدې مسئلې په اړه فوق العاده غونډه وکړه او لویدیځو هیوادونو په ځانګړې توګه سویډن او ډنمارک چارواکیو نه ددې منفورو بریدونو چې د ملګروملتونو سازمان لخوا هم د کرکۍ ډکو جرمونو په توګه بیان شوي دي د مخنیوي غوښتنه وکړه.