د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کې د قران کریم پر نسخو بریدونه دوام لري.

په ډنمارک کې اسلام دښمنه ډنمارک وطنپال ډلې غړیو یو ځل بیا پر قرانکریم برید وکړ

2021958
د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کې د قران کریم پر نسخو بریدونه دوام لري.

د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کې د قران کریم پر نسخو بریدونه دوام لري.

د اسلام ضد او توکمپاله «ډنسک پټریوټر (ډنمارکي وطنپال)» ډلې غړو په کوپنهاګن کې د ترکیې، الجزایر، پاکستان، اندونیزیا او ایران د سفارتونو مخې ته قرآن کریم سوځولی دی.

د دې ډلې غړو، چې د پولیسو په ملتیا یې خپل پارونکي لاریونونه ترسره کړل، د اسلام ضد شعارونه یې ورکول.

دغې ډلې دغه شېبې په ژوندۍ بڼه په خپلو ټولنیزو رسنیو کې شریکې کړې. فیسبوک د ځینو ګروپونو ویډیوګانې محدودې کړې وې.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په سویډن او ډنمارک کې د قران کریم پر ضد بریدونه زیات شوي، یوشمېر هېوادونو په ځانګړې توګه ترکیه په دې اړه غبرګون ښيي چې دغه کړنې د پولیسو تر څارنې لاندې او د چارواکو په اجازې ترسره کېږي


پيوندونه: #برید , #قرانکریم ب , #نړۍ

اړوند خبرونه