په ډنمارک کې یو ځل بیا پر قرانکریم برید وشو

د اسلام دښمنه  او افراطي ملتپالو «دنمارک وطنپالو » ډلې غړو په کوپنهاګن کې د تورکیې، عراق، مصر، سعودي عربستان او ایران د سفارتونو مخې ته قرآن کریم سوځولی دی.

2020097
په ډنمارک کې یو ځل بیا پر قرانکریم برید وشو

د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن پرون یو ځل بیا پر قران برید وشو.

د اسلام دښمنه  او افراطي ملتپالو «دنمارک وطنپالو » ډلې غړو په کوپنهاګن کې د تورکیې، عراق، مصر، سعودي عربستان او ایران د سفارتونو مخې ته قرآن کریم سوځولی دی.

دغه ډلې چې د اسلام ضد شعارونه ورکول ، په قرانکریم برید د خپل ټولنیز رسنیو له پاڼو  څخه په ژوندۍ بڼه نشر کړې.

دا تحرکات د پولیسو د محافظت په شتون کې ترسره شول.

نوموړې ډلې د  ټولنیز میډیا له لارې په خپور کړي‌ بیان کې ویلي‌ دي‌ چې  په ټول ډنمارک کې به په قرانکریم بریدونه وکړي.

فیسبوک د ځینو ګروپونو ویډیوګانې محدودې کړې دي.

د ډنمارک لومړي وزیر میت فریدریکسین د لومړي ځل لپاره په خپل هیواد کې د قران کریم د سوځولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د سپیڅلو کتابونو پر سوځولو احتمالي بندیز به د بیان ازادي محدوده نه کړي.

د اروپايي ټولنې د کمیسیون یوې ویاندې نبیله مسرالي ویلي، چې په سویډن او ډنمارک کې پر قرآن باندې بریدونه "انفرادي پارونې" دي.

 

"اروپايي اتحادیه د مذهب یا عقیدې ازادۍ ته وده ورکولو، د مسلمانانو ضد نفرت او عدم برداشت سره مبارزه ته ډیر اهمیت ورکوي. اروپايي اتحادیه په منظمه توګه هیوادونو ته بلنه ورکوي چې د مسلمانانو په وړاندې د عدم برداشت، تاوتریخوالي او تبعیض سره مبارزه وکړي.".

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په سویډن او ډنمارک کې د قرآن پر ضد بریدونه زیات شوي دي، د دغو پارونو اجازه ورکول له غبرګون سره مخ شوي دي.

ډیری هیوادونو په ځانګړي توګه تورکیې د دې حقیقت په اړه غبرګون ښودلی چې دا کړنې د پولیسو تر محافظت لاندې او د چارواکو څخه د اجازې په ترلاسه کولو سره ترسره کیږي.

د جولای په ۲۵مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې يو پرېکړه ليک تصويب کړ چې د سپېڅلو کتابونو پر وړاندې تاوتريخوالی د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي بولي او دغه ډول کړنې په کلکه غندي.



اړوند خبرونه