پولنډ ولسمشر هغه قانون تصویب کړ چې له مخې په حکومت کې د روسیې نفوس وڅیړل شي
د پولنډ ولسمشر اندرزیج دودا د پولنډ په حکومتونو د روسیې د نفوذ د تورونو د څیړلو لپاره د ځانګړي کمیسیون جوړولو په خاطر په قانون کې تعدیلاتو راوستل تصویب کړل.

د پولنډ ولسمشر اندرزیج دودا د پولنډ په حکومتونو د روسیې د نفوذ د تورونو د څیړلو لپاره د ځانګړي کمیسیون جوړولو په خاطر په قانون کې تعدیلاتو راوستل تصویب کړل.
دا قانون، چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د پولنډ په داخلي امنیت کې د روسیې د لاسوهنې د څیړلو لپاره د دولتي کمیسیون جوړولو په خاطر جوړ شوی وو، د می په ۳۱ نیټه نافذ شو.
د نوموړي قانون له مخې جوړ شوي کمیسیون سره به هغه سیاستوال چې د روسیې تر نفوذ لاندې فعالیت کول يي تثبیت شي له عامه خدماتو به منع شي.
په پولنډ کې مخالف ګوندونه دا قانون د مني په میاشت کې په ټولټاکنو کې د مخالف ګوند د مشر دونلد توسک د نوماندۍ د مخنیوي په موخه د یوې وسیلې په توګه یادونه کوي او سختې نیوکې پرې کوي.
د پولنډ ولسمشر دودا بیا پر قانون د ملي او نړیوالو نیوکو له امله د جون په دویمه نیټه د کمېسیون د تشکیلاتو په قانون کې د تعدیل وړاندیز وکړ او ویې ویل چې په نوې څېړنیزه اداره کې باید مرستیالان شامل نه وي او د قانون تر ټولو جنجالي برخه چې د خلکو حق دی ، د عامه خدماتو څخه منع کولو مسئله باید لغوه شي.
دودا پرون د پولنډ په حکومتونو د روسیې د نفوذ د تورونو د څیړلو لپاره د ځانګړي کمیسیون جوړولو په خاطر په قانون کې تعدیلاتو راوستل تصویب کړل.
د پولنډ د پارلمان ولسي جرګې، سیجم، د سنا له مخالفت سره سره، د جولای په ۲۸مه دغه لایحه د ۲۱۴ رایو په مقابل کې ۲۳۵ رایو سره تصویب کړه.