په ډنمارک او سویډن کې یو ځل بیا په قرانکریم بریدونه وشول

په ډنمارک کې پر قرانکریم بریدونه دوام لري.

2019093
په ډنمارک او سویډن کې یو ځل بیا په قرانکریم بریدونه وشول

په ډنمارک کې پر قرانکریم بریدونه دوام لري.

پرون یو ځل بیا په ډنمارک کې پر  قرآن کریم برید وشو.

اسلام  دښمنه  د  « ډنمارک وطنپالو» افراطي ډلې غړو په پلازمېنه کوپنهاګن کې د تورکیې د سفارت مخې ته د قرآن کریم نسخې وسوځولې.

د دې ډلې غړو، چې د اسلام  پر خلاف  شعارونه ورکول، دا شېبې یې په ژوندۍ بڼه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې کړې.

دغې ډلې غړیو لومړی  د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لارس لوک راسموسن لخوا لیکل شوی یو کتاب یې وسوځو او وروسته د عراق، مصر او سعودي عربستان د سفارتونو مخې ته قرآن کریم نسخې وسوځولی .

د ویلو ده چې د تیرې دوشنبې پر ورځ  د  اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) د بهرنیو چارو د وزیرانو په لویدیځ کې په ځانګړې توګه په سویډن او ډنمارک کې پر قرانکریم د بریدونو په اړه  اتلسمه  فوق العاده غونډه وکړه. همداشان ددې غونډې سره په  هممهاله،  د دوشنبې په ورځ ، په ډنمارک او سویډن کې یو ځل بیا پر قران کریم بریدونه وشول.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لارس لوک راسموسن وویل چې دوی د OIC غونډې پریکړه په پام کې نیولې.

راسموسن وويل: "موږ به د OIC او غړو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ نږدې خبرې اترې جاري وساتو، ډنمارک په دې وروستيو کې د قران کريم سوځول غندلي دي او د بيان د ازادۍ په چوکاټ کې په ځانګړو حالاتو کې د مداخلې امکان لټوي."

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په سویډن او ډنمارک کې د قرآن کریم پر ضد بریدونه زیات شوي، دغه پاروونکو اعمالو ته د  اجازه ورکولو له امله په اسلامي نړۍ د سویډن او دنمارک پر خلاف  غبرګونونه ډیر شوي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان د غړیو هیوادونو نه غوښتنه وکړه چې پر قرانکریم د بریدونو د دوام په صورت کې دې د هغه هیوادونو سره چې دې بریدونو ته اجازه ورکوي په ډیپلوماتیکو اړیکو بیا کتنه وکړي او حتا په غبرګون کې دې خپل سفیران د سلامشورو په موخه هیواد ته راوغواړي.



اړوند خبرونه