پوتین د شپږو افریقايي هیوادونو سره ژمنه وکړه چې وړیا غنم به ورکړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شپږو افریقايي هیوادونو سره په وړیا توګه دوې ته د غنمو ورکولو ژمنه وکړه.

2017058
پوتین  د شپږو افریقايي هیوادونو سره ژمنه وکړه چې وړیا غنم به ورکړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شپږو افریقايي هیوادونو سره په وړیا توګه دوې ته د غنمو ورکولو ژمنه وکړه.

روسیې چې لنډه موده مخکې د غنمو دهلیز تړون څخه ووتله ، د افریقایي هیوادونو د سرمشریزې کوربه توب يي وکړ. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تورسمندرګي د غلې دانې د  تړون د نه غځولو لامل د لویدیځ  دوه ګونی چلند او دوه مخکي په ګوته کړ. ولادیمیر پوتین شپږو افریقایي هیوادونو ته په وړیا توګه د غلې ورکولو ژمنه وکړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  ​​سینټ پیټرزبرګ ښار کې جوړه شوې  د روسیې او افریقا د سرمشریزې کوربه توب وکړ.

پوتین نوموړې سرمشریزه ته  د وینا پر مهال ادعا وکړه چې لویدیځو هیوادونو د روسیې لپاره دا ستونزمنه کړې چې نړۍ ته د غلو دانو او سرې صادر وکړي.  "دوی بیا په ډیرې بې شرمۍ او  منافقانه توګه په نړیوال بازار کې د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو او بحران پړه پر مونږ اچوي. له بده مرغه چې مونږ او ټولې نړۍ د تورسمندري ګي د غلو د تړون پر مهال ددې بې عدالتۍ او دوه مخۍ شاهدي وکړه.

هغه وویل، له همدې امله دوی د غلې دانې له تړون څخه وتلي دي. "هیڅ هغه څه  مونږ يي په اړه خبرې کړې وې او تر ټولو مهمه زمونږ  ژمنه شوې وې نه دي ترسره شوي. د لویدیځ د ناحقه او بې ځایه بندیزونو له امله د  نړۍ بازارونو ته د روسیې د غلو او سرې صادراتو د وتلو په اړه د موافقې هیڅ یو شرط نه دی پوره شوی. بې بنسټه خنډونه ځای پر ځای شوي وو، "

پوتین اعلان وکړ چې دوی به افریقایي هیوادونو ته وړیا غله واستوي او وویل: "په راتلونکو میاشتو کې به د بورکینا فاسو، زیمبابوې، مالي، سومالیا، مرکزي افریقا جمهوریت او اریتریا ته له,۲۵۰۰۰  څخه تر ۵۰۰۰۰ ټنو وړیا غلې ورکړو. دا غله به د راتلونکو دریو څخه تر څلورو میاشتو پورې هغوې ته ورسو."



اړوند خبرونه