ناټو مشر : د روسیې لخوا د تورسمندرګي د غلو تړون لغوه کول په کلکو ټکو غندو
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل چې دوې د روسیې لخوا د ترکیې او ملګرو ملتونو له هڅو سره سره د غلو له تړون څخه وتل په کلکه توګه غندي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل چې دوې د روسیې لخوا د ترکیې او ملګرو ملتونو له هڅو سره سره د غلو له تړون څخه وتل په کلکه توګه غندي.
سټولټنبرګ د نوموړې مسئلې په اړه د ټولنیزې رسنۍ له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي، " زه د روسیې لخوا زمونږ د متحد تورکیې او ملګرو ملتونو سازمان د ټولو هڅو سره سره د تور سمندرګي د غلې له نوښت څخه په یو اړخیز ډول د وتلو پریکړه غندم."
سټولټنبرګ وویل چې "په اوکراین کې د روسیې ناقانونه جګړه د نړۍ په میلیونونو خلکو ته زیان رسوي."
د خوراکي توکو په نړیوالو نرخونو باندې د اوکراین د روسیې د برید د اغیزو د کمولو په موخه، ملګرو ملتونو، روسیې، تورکیې او اوکراین د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۲ په استانبول کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د تور سمندرګي د غلو دهلیز تړون لاسلیک کړ.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ (کریملین) ویاند دیمیتري پیسکوف پرون وویل چې د تور بحیرې د غلو دهلیز تړون موده چې پرون پایته ورسیده لغوه شوی او روسیه به د اړوندو شرایطو د پلي کیدو په صورت کې دغه تړون ته بیرته راستون شي.
د بله پلوه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی د لویدیځ لخوا د روسیې پر سرې او خوراکي توکو د بندیزونو د لرې کیدو په صورت کې به روسیه د تورسمندرګي تړون ته بیرته ستون شي.
اړوند خبرونه

د سومالیا په سواحلو کې یوه بله ایراني بېړۍ هم د سمندري غلو له خوا وتښتول شوه.
د سومالیا په سواحلو کې د یوې اونۍ په دننه کې دویمه ایراني کښتۍ د سمندري غلو لخوا وتښتول شوه