د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، روسیه تر ټولو اغېزمن خوشه يي توغندي لري.
"که چیرې امریکا اوکراین ته خوشه يي بمونه او مهمات ورکړي، د روسیې وسله وال ځواکونه به په ځواب کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو په وړاندې ورته وسلې وکاروي."
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، روسیه تر ټولو اغېزمن خوشه يي توغندي لري.
"که چیرې امریکا اوکراین ته خوشه يي بمونه او مهمات ورکړي، د روسیې وسله وال ځواکونه به په ځواب کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو په وړاندې ورته وسلې وکاروي."
شویګو روسي رسنیو ته په یوه بیان کې ویلي، چې د اوکراین پوځ په هېڅ لوري د ځوابي برید هدف ته نه شي رسېدلی.
"د جون له څلورمې راهیسې، دښمن له ۲۶۰۰۰ څخه ډیر سرتیري او له ۳۰۰۰ څخه ډیرې بیلابیلې وسلې له لاسه ورکړي دي."
په دې موده کې د روسیې پوځ د اوکراین ۲۱ الوتکې، ۵ چورلکې، ۱۲۴۴ ټانکونه او زغره وال ګاډي، په جرمني کې جوړ شوي ۱۷ لیوپرډ ټانګونه، په فرانسه کې جوړ شوي ۵ زغروال ټانګونه او په امریکا کې جوړ شوي ۱۲ جنګي زغره وال ګاډي او ۹۱۴ ځانګړي موټرونه له منځه وړي دي. هغه یادونه وکړه چې دوی د هوایی دفاع دوه توغندي سیسټمونه، ۲۵ څو بیرل راکټ لانچرونه، ۴۰۳ اوبوس توپونه او هاوانونه چې د پولنډ، امریکا او فرانسې لخوا تولید شوي ویجاړ کړي.
شویګو وویل چې د روسیې د هوايي دفاع سیستم هم ۱۷۶ HIMARS راکټونه، ۲۷ سټورم شیډو راکټونه او ۴۸۳ بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي.
شویګو ویلي دي چې کیف ته د امریکا لخوا د خوشه يي بمونو او وسلو استول به د اوکراین شخړه اوږده کړي.
د یادولو ده چې امریکا او اوکراین د خوشه يي وسلو په کنوانسیون کې ګډون نه دی کړی. شویګو وویل "که امریکا اوکراین ته خوشه يي بمونو مهمات واستوي، د روسیې وسله وال ځواکونه باید په ځواب کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو پر وړاندې ورته وسلې وکاروي. دا باید په پام کې ونیول شي، لکه څنګه چې ویل شوي، روسیه د ټولو فرصتونو لپاره خوشه يي بمونه او مهمات لري. "