د روسیې ولسمشر د اوکراین لخوا د ستر تعرض د پیلولو په اړه ارزونې وکړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اوکراین د خاورې نه ددوې هیواد ته د مخامخو ګواښونو د مخنیوي لپاره کیدای شي‌ چې په اوکراین کې خوندي‌ زون رامنځته کړي.

1999542
د روسیې ولسمشر د اوکراین لخوا د ستر تعرض د پیلولو په اړه ارزونې وکړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اوکراین د خاورې نه ددوې هیواد ته د مخامخو ګواښونو د مخنیوي لپاره کیدای شي‌ چې په اوکراین کې خوندي‌ زون رامنځته کړي.

پوتین د کرملین په ماڼۍ کې، د اوکراین د وضعیت په اړه د روسیې د جګړې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

پوتین دې ته په اشارې سره چې د کیف ادارې د جون له څلورمې راهیسې په پراخه کچه ځوابي بریدونه پیل کړي ، دا په  لویه پیمانه بریدونه د ویریمسکي  په څنډه کې، د شهتار او زپورزیا  په لور پیل شوي‌ دي. دا دقیقا د ستراتیژیکو زیرمو په کارولو سره پیل شوی. دا بریدونه اوس هم  روان دي. دښمن په هیڅ سیمه کې بریالی شوی ندی. دوی ځاني‌‌ او مالي‌ زیانونه لیدلي‌ دي.".

پوتین دې ته په اشارې سره چې په دغو نښتو کې د روسیې پوځ ۵۴ ټانکونه او د اوکراین پوځ له ۱۶۰ څخه زیات ټانکونه او ۳۶۰ زغره وال ګاډي له لاسه ورکړي. هغه وویل چې له ۲۵ تر ۳۰ سلنه پوځي تخنیکي وسایط چې  کیف له لاسه ورکړي له بهر څخه راوړل شوي دي.

پوتین د کاخوفکا د بند د چاودنې پړه پر اوکراین ور واچوله او ویې ویل چې روسیه د دې بند له چاودنې سره هېڅ تړاو نه لري، ځکه د چاودنې پایلې د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو کې وضعیت ستونزمن کړی دی.

 

پوتین دې ته په اشارې سره چې د اوکراین له خوا د بیلګورد سیمې ته چې له اوکراین سره په پوله پرته ده، د تخریبي ډلو، راکټونو او بې پیلوټه الوتکو په مرسته د اوکراین له خوا بریدونه دوام لري. پوتین وویل چې د پولې د ټینګولو بهیر په چټکۍ سره دوام لري.

پوتين دې ته په اشارې سره چې له دې ځايه د توپچي بريدونو په مقابل كې مقاومت كېږي، خو د بې پیلوټه الوتکو په مرسته بريدونه دوام لري، پوتين څرګنده كړه چې د اړتيا په صورت كې به د اوكراين په خاوره كې د خپل پولو  د ساتنې لپاره يوه امنيتي سيمه جوړه كړي.

پوتين د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ځينو سرو کرښو د سرغړونې په اړه د روسيې غبرګون  به څه وي، وويل:

"ځانګړي پوځي عملیات (په اوکراین کې) د دې کرښو نه  د تیریو لپاره تر ټولو ښه ځواب دی. دا تر ټولو مهم دی. موږ څو ځله ویلي چې موږ خبرو اترو ته چمتو یو. په نهایت کې، دوی موږ دې ته وهڅول چې هغه جګړه جاري وساتو چې دوی په ۲۰۱۴ کې پیل کړې.

پوتین همدا راز اوکراین ته د امریکا له خوا د کمزوري یورانیمو د لېږد مسلې ته هم اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې دوی هم ورته مهمات لري او د اړتیا په صورت کې به یې وکاروي.

د روسیې ولسمشر پوتین دا هم ویلي چې که څه هم د روسیې د غلو د وتلو اجازه نشته، خو دوی د تور سمندرګي د نوښت تړون د اوکراین په ګټه نه، بلکې د افریقا او لاتینې امریکا د دوستو هېوادونو لپاره کړی دی.



اړوند خبرونه