اروپايي ټولنه د کډوالو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو او کډوالۍ د پالیسیو په مسئله کې سره په تفاهم ورسیده

اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو د کډوالو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو او کډوالۍ د پالیسیو په مسئله کې سره په تفاهم ورسیدل.

1997571
اروپايي ټولنه د کډوالو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو او کډوالۍ د پالیسیو په مسئله کې سره په تفاهم ورسیده

اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو د کډوالو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو او کډوالۍ د پالیسیو په مسئله کې سره په تفاهم ورسیدل. د ویلو ده چې د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو ترمنځه د اوږدو مذاکراتو نه وروسته دا هوکړه وشوه.

 د اروپایی ټولنې دوره يي مشر هیواد  د سویډن د کډوالۍ  وزیرې ماریا مالمر سټینګارډ او د اروپایی ټولنې  د کورنیو چارو د کمیسیون غړې یولوا جوهانسن د اروپایی ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته په خبري‌ غونډه کې ګډون .

سټینګارډ وویل، "نن، د ډیرو کلونو خبرو اترو وروسته، موږ یو تاریخي ګام پورته کړ."

هغې د دې په بیانولو سره چې وزیرانو د اروپایی اتحادیې د پناه غوښتنې سیسټم د اصلاحاتو په دوه اصلي ستنو او اصلونو موافقه وکړه .  سټینګارډ وویل چې د غړو هیوادونو ترمینځ د پناه غوښتونکو د ویش لپاره د "مسؤولیت" او "پیوستون" ترمینځ ښه انډول رامینځته شوی.

د پیوستون لازمي میکانیزم

سټینګارډ وویل، "د پیوستون لازمي میکانیزم چې موږ رامینځته کړی د هغه  غړو هیوادونو لپاره به ملاتړ چمتو کړي چې د کډوالۍ د  فشار سره مخ دي. غړي هیوادونه به دا فرصت ولري چې د پیوستون د مختلفو ونډو او ملاتړ  تر مینځ  یو غوره کړي."

د سویډن  د کډوالۍ  وزیرې  د دغو مرستو په بیانولو سره وویل چې ، هغه غړي هیوادونه چې پناه غوښتونکي نه مني ، د کډوالو کوربه هیوادونو ته به د هر کس په سر ۲۰ زره یورو ورکوي چې په لومړي سر کې به په کال  تر ۳۰ زرو پورې پناه غوښتونکي ومنل شي او په دې توګه به د پناه غوښتونکو  د غوښتنلیک د ارزونې حد شپږ میاشتې وي.

سټینرګارډ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ۲۰۰۰۰ ایرو  مرستې به د اروپايي اتحادیې په کچه د یو ګډ میکانیزم له لارې راټولې شي او د کډوالو کوربه غړي هیواد ته به لیږدول کیږي.

د خوندي دریم هیواد مفهوم

د سویډن د کډوالۍ  وزیر سټینګارډ، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "موږ د خوندي هیوادونو لیست نه لرو. پدې  به بیاکتنه وشي."

هغې د دې په بیانولو سره چې غړي هیوادونه به د خپلو ارزونو په پایله کې د خوندي هیواد مفکورې په اړه پریکړه وکړي، او  څرګنده کړه چې د خوندي‌ هیوادونو  فکتورونه لکه د پناه غوښتونکو د کورنۍ غړي په خوندي‌ هیواد کې  شتون لري‌ او که نه او یا  دوې پدې هیواد کې مخکې ژوند کړی دی او که نه په نظر کې ونیول شي.

 

د ارزونې چټکه پروسه

سټینګارډ وویل چې دا تړون به  هم د اروپايي ټولنې په بهرنیو سرحدونو کې غړي هیوادونو کې  د کډوالو  بار  کم  کړي‌  او هم  به پناه غوښتنې  د غوښتنلیکونو  د ارزونې پروسه ګړندۍ کړي.

دا پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو ګړندۍ ارزونه به هم دا پروسه ګړندۍ کړي‌ او هم به د هغه کډوالو چې غوښتنلیکونه يي رد کیږي‌ بیرته ته په چټکه توګه د ډیپورت کولو زمینه برابره کړي. دا به د پناه غوښتنې سیسټم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي او هغه شمیره به هم راټیټه کړي‌ چې د نړۍوال محافظت مستحق دي.

د سویډن وزیرې  وویل چې یوازې پولنډ او هنګري د دې موافقتنامې سره  مخالفت کړی، پاتې ۲۵ غړيو هیوادونو د غوڅ اکثریت سره ملاتړ کړی دی.

دا موافقتنامه به په ټولو غړو هیوادونو کې پلې شي.

هغې دې ته په اشارې سره چې نوی قانون به د نافذ کیدو وروسته د ټولو غړو هیوادونو لپاره د اعتبار وړ وي .

اروپايي ټولنه د  ۲۰۱۵ کال د کډوالۍ  له کړکیچ راهیسې، اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو تر منځ د پناه غوښتونکو د ویشلو او د هغو کسانو د بیرته ستنولو د حل په لټه کې دي  چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. د اروپايي ټولنې کمیسیون لخوا  د همدې هدفونو په موخه ددینه وړاندې چمتو شوې " کډوالۍ او پناه غوښتنې کڅوړه" د د غړو هیوادونو د مختلف چلندونو له امله رد شوې وه.



اړوند خبرونه