د سویس پارلمان د اوکراین سره د مرستې نوې بسته رد کړه

د سویس د ولسي جرګې د اوکراین د ملاتړ لپاره د ۵ میلیارده سویس فرانک (۵.۵ میلیارد ډالرو) مرستې بسته رد کړه.

1997587
د سویس پارلمان د اوکراین سره د مرستې نوې بسته رد کړه

د سویس د ولسي جرګې د اوکراین د ملاتړ لپاره د ۵ میلیارده سویس فرانک (۵.۵ میلیارد ډالرو) مرستې بسته رد کړه.

د سويس د رسنیو د خبر له مخې، د ولسي جرګې د بهرنۍ تګلارې کميټې د مرستې بستې وړانديز چې تمه کېده له پنځو څخه تر لسو کلونو پورې دوام وکړي، رد کړه.

د سویس د بهرنیو چارو وزیر ایګنازیو کاسیس د دې پریکړې په اړه په یوه بیان کې وویل چې سویس د اوکراین د خلکو لپاره درې ملاتړ کڅوړې چمتو کړي او د روانې جګړې له امله دوې وړاند وینه نده کړې چې څومره نورو مرستو ته به اړتیا وي. د سویس د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې " سویس  لا دمخه له اوکراین سره لویه مالي مرسته کړې ده. د سویس حکومت د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۸  کلونو لپاره اوکراین او سیمې لپاره  شاوخوا یو نیم میلیارد فرانک  بودیجه ځانګړي کړي دي."

د مرستې بسته پلان شوې وه چې د بشردوستانه مرستو، د ملکي وګړو د خوندیتوب، ماین پاکولو او سولې جوړونې لپاره وکارول شي.

ویل شوي چې دا پریکړه د سویس په پارلمان کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له وینا یوه اونۍ مخکې شوې ده.

تمه کیږي چې اوکراین ته د مرستې مسله به د جون په ۱۲ یو  بیا د پارلمان په اجنډا کې ځای ونیسي .



اړوند خبرونه