د کوسوو لومړي‌ وزیر البین کورتي امریکا او اروپايي‌ ټولنه صربستان ته د امتیاز په ورکولو تورن کړل

د کوسوو لومړي وزیر البین کورتي ادعا وکړه چې د امریکا او اروپايي ټولنې استازي د کوسوو په وړاندې متعصب دي او د صربستان له رژیم سره زغم ښيي.

1997616
د کوسوو لومړي‌ وزیر البین کورتي امریکا او اروپايي‌ ټولنه صربستان ته د امتیاز په ورکولو تورن کړل

د کوسوو لومړي وزیر البین کورتي ادعا وکړه چې د امریکا او اروپايي ټولنې استازي د کوسوو په وړاندې متعصب دي او د صربستان له رژیم سره زغم ښيي.

کورتي د اسوشیټیډ پریس (AP) سره په مرکه کې، د بلګراد-پرستینا ډیالوګ لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي میروسلاف لاجیک او د لویدیځ بالکان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ګبریل ایسکوبار په اړه وویل، " دوی موږ ته د مقابل لوري‌ د  غوښتنو سره راځي "

کورتي وویل چې "تر هغه چې جنایتکاره  صرب ډلې له هیواد څخه وتلي‌  یا نیول شوي نه وي"، د کوسوو په شمال کې د پولیسو ځانګړي ځواکونه کم نه شي.

" تر کومه چې  د بلګراد څخه د تاوتریخوالي امر نه وو راغلی  ، په کوسوو کې سوله حاکمه وه."

کورتي ټینګار وکړ چې لویدیځ هیوادونه باید صربیانو   ته امتیاز قایل نشي ، ځکه  چې همدې په لویدیځ بالکان کې د تاوتریخوالي اصلي لامل دي.

البین کورتي د کوسوو په شمال کې چې ډیری صربیان پکې میشت دي‌  په ښاروالۍ کې د اپریل په میاشت کې ترسره شوي غیر معمولي محلي ټاکنو ته په اشارې سره وویل،

"نړیوالو منځګړو او اروپايي تسهیل کوونکو موږ یواځې پریښودو."

کورتي وویل چې هغه د عادلانه سیالۍ، نوو ښاروالانو ټاکنو او دیموکراتیک سیالۍ  لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري.

"ځکه چې مونږ نور د ټاکنو په درشل کې د صرب نوماندانو لخوا د ټاکنو د بایکاټ کولو زغم نلرو. صربستان غواړي‌ چې یو ځل بیا زمونږ پر وړاندې ستونزې رامنځته کړي."



اړوند خبرونه