په اوکراین کې د کاخوفکا د برښنا پر بند د برید او ویجاړولو له امله ډیرې سیمې د اوبو لاندې شوي
په اوکراین کې د کاخوفکا د برښنا پر بند د برید او نړېدو په پایله کې ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۱۴۰۰۰ زیات کورونه اوبو لاندې شوي دي.

په اوکراین کې د کاخوفکا د برښنا پر بند د برید او نړېدو په پایله کې ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۱۴۰۰۰ زیات کورونه اوبو لاندې شوي دي.
د اوکراین په خرسون سیمه کې وروسته له هغې چې د روسیې تر کنټرول لاندې د کاخوفکا بند د سه شنبې په ورځ وویشتل شو، د سیمې نه د خلکو د تخلیې او د زیانونو د تثبیت چارې دوام لري.
د اوکراین حکومت اعلان وکړ چې د ۶۰۰ کیلومتره مربع په مساحت تر اوبو لاندې ده.
په سیمه کې روس پلوه ادارې اعلان کړی چې د بند د نړېدو په پایله کې ۵ تنه وژل شوي دي.
اوکراین خپلو وګړو ته د ځمکنیو ماینونو د خطر خبرداری ورکړی. په خبرتیا کې ویل شوي چې په سیلاب ځپلو سیمو کې ښایي ماینونه د اوبو سطحې ته پورته شوي وي.
په ټولنیزو رسنیو کې د سیلاب وروسته په سیمه کې د ماینونو د چاودنې انځورونه خپاره شوي.
روسیه او اوکراین دواړه له سیمې څخه د وتلو هڅې کوي.
د اوکراین پوځ د هغه شیبو عکسونه نشر کړي چې په خرسون کې یوې کورنۍ ته چې په کور کې بند دي د بې پیلوټه الوتکې سره اوبه انتقالوي.
د سیلاب په پایله کې په زرګونو حیوانات تلف شوي دي ، او د کاخوفکا د بند کبان هم ټول له منځه تللي دي.
روسیه او اوکراین یړ بل د کاخوفکا په بند په برید کولو تورنوي.
د بله پلوه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن د خرسون سیمې څخه لیدنه وکړه.
هغه د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې نن يي په خرسون کې د روسیې لخوا د یو ترهګریز اقدام په نتیجه کې د ویجاړ شوي کاخوفکا برښنا بند د سیمې نه لیدنه وکړه. د خلکو تخلیه، ایکو سید ضد ډیر بشري مسئلې شتون لري چې مونږ باید ورته ځواب ووایو. د ټولو هغه کسانو نه چې زمونږ د خلکو سره مرسته کوي مننه کوم. په نړۍ کې د هر هغه چا نه چې د یرغلګرې روسیې دا جنایتونه يي غندلي دي مننه کوم. روسیه باید د هر هغه څه مسئولیت په غاړه واخلي چې ترسره کوي يي.