ناټو سازمان  په خپل تاریخ کې تر ټولو سترو هوايي تطبیقاتو ته تیاری نیسي.

ناټو د جون د ۱۲ او ۲۳ مو نیټو ترمنځه د جرمني‌ په کوربه توب په خپل تاریخ کې تر ټولو سترو پوځي‌‌ تطبیقاتو ته چمتوالی نیسي

1996812
ناټو سازمان  په خپل تاریخ کې تر ټولو سترو هوايي تطبیقاتو ته تیاری نیسي.

 ناټو سازمان  په خپل تاریخ کې تر ټولو سترو هوايي تطبیقاتو ته تیاری نیسي.

ناټو سازمان به  د جون له ۱۲ څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د آلمان په کوربه توب   او د ۲۵ هېوادونو په ګډون   تر ۲۰۰  څخه د ډیرو الوتکو او ۱۰ زره پرسونل په ګډون  د «ایر مدافع ۲۳» تطبیقات ترسره کړي.  دا تطبیقات په نمایشي‌ ډول د ناټو د هر غړي هیواد پر وړاندې د برید ځواب وي.

په برلین کې د امریکا سفیرې ایمي ګوتمن، د نوموړو تطبیقاتو په اړه په خپله وینا کې وویل، "دا به یو داسې تطبیقات وي چې یقینا هر هغه  څوک چې ننداره وکړي‌ هغه به تر اغیزو لاندې راولي ، دا به په ناټو کې زموږ د متحدو ځواکونو قوت او چټکتیا هم ښکاره کړي."

د جرمني د هوايي ځواک ډګر جنرال انګو ګیرارټز چې د ددې تطبیقاتو  همغږۍ مسئولیت په غاړه لري‌ وویل: "موږ دا په ډاګه کوو چې د ناټو خاوره زموږ سره کرښه ده او موږ د دې سیمې د هر انچ دفاع ته چمتو یو، مګر د بیلګې په توګه، موږ به  د کالینیګراد پر لورې  هیڅ ډول الوتنې ونه کړو. ځکه چې دا  د دفاعي موخو لپاره دی."

کالینینګراد، په اروپا کې د روسیې یوازینۍ خاوره ده چې  د لیتوانیا او پولنډ ترمنځ د بالتیک سمندر په غاړه موقعیت لري.



اړوند خبرونه