اوکراین : د بخموت ښار پر لورې مو پرمختګ پيل کړی دی
د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان الکساندر سرسکي د بخموت ښار پر لور د پرمختګ نه خبر ورکړ.

د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان الکساندر سرسکي د بخموت ښار پر لور د پرمختګ نه خبر ورکړ.
سرسکي د ټولنیزې میډیا له لارې په ختیځ جبهه کې د روانې جګړې د وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي.
سرسکي، ادعا کړې چې دوی د بخموت په لار کې د "روسانو له منځه وړلو" ته دوام ورکوي او زیاته کړه ،" زموږ دفاعي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي. موږ پر هغوی له ځمکې او هوا څخه بریدونه کوو."
د بله پلوه اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې انا ملیار هم د خپلې ټولنیزې میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې اوکرایني ځواکونه نن په ختیځه جبهه کې د وسله والو پر ضد عملیات کوي.
ملیار یادونه وکړه چې نښتې دوام لري.
په همدې حال کې ویل شوي چې د روسیې پوځ تېره شپه د اوکراین پر پلازمینې کیف توغندیز برید کړی او ټول ۲۰ هدفونه یې د هوايي برید سره له منځه وړي دي.
د کیف ښار د پوځي ادارې مشر سرګي پاپکو په خپل ټولنیزه رسنۍ اکاونټ کې په خپور کړي بیان کې ویلي چې د توغندیو ویجاړې شوې برخې د دغه ښار د دسینیان په ولسوالۍ کې د برښنا مزي او د یوه مارکیټ کړکۍ ته زیان رسولی او د وژل شویو کسانو په اړه یې معلومات نه دي ترلاسه شوي. هغه ویلي دي چې د روسیې بریدونه په هوا کې شنډ کړي دي .
د ویلو ده چې تیره ورځ د روسیې د دفاع وزارت هم د اوکراین لخوا د ستر تعرض د پیلیدو او روسي ځواکونو لخوا ددې تعرض د ناکامولو نه خبر ورکړی وو.
روسیې د سلګونو تنو اوکرایني سرتیرو د وژلو او ګن شمیر ټانکونو او درندو وسلو د له منځه وړ ادعا هم کړې وه.