فرانسه په هیواد کې د کلیساګانو د بقاء په خاطر د مرستو راټولو کمپاین پیلوي
په فرانسه کې، حکومت د ټیټې بودیجې کلیساګانو حفظ او بیا رغولو لپاره د بسپنې راټولو کمپاین پیل کړ.

په فرانسه کې، حکومت د ټیټې بودیجې کلیساګانو حفظ او بیا رغولو لپاره د بسپنې راټولو کمپاین پیل کړ.
د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ، ولسمشر ایمانویل ماکرون پرون د مونټ سینټ میشل کلیسا د جوړولو د ۱۰۰۰ مې کلیزې چې د یونیسکو د نړیوال میراث په لیست کې شامله ده په مراسمو کې ګډون وکړ.
ماکرون په هیواد کې د کلتوري جوړښتونو د ساتنې لپاره د لویې کچې مرستې راټولو کمپاین جوړولو امر کړی.
په هیواد کې، چیرې چې نږدې ۱۰۵۰۰ عبادت ځایونه د فرانسې د کلتور وزارت په مرسته خوندي دي، د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ په ځانګړې توګه په کم نفوسه سیمو کې د کلیساګانو د بقا لپاره په پراخه کچه د مرستې کمپاین پلي کولو امر کړی دی.
داسې اټکل کیږي چې راټولې شوې مرستې به په پلازمینه پاریس کې د تاریخي نوټر ډیم کلیسا لپاره هم وکارول شي چې د ۲۰۱۹ کال په اپریل کې سوځیدلی وه او د بیارغونې لاندې ده.