په هندوستان کې د ریل ګاډو د ټکر له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د هندوستان د اودیشا ایالت د بالاسور ښار اړوند باهانګا د ریل ګاډو په تم ځای کې یو مساپر وړونکی ریل ګاډی د مقابل لوري نه راروان باروړونکي ریل ګاډي سره مخامخ وجنګید.

په هندوستان کې د ریل ګاډو د ټکر له امله د مړو شمیره ۲۸۸ تنو ته لوړ شو.
د هندوستان د اودیشا ایالت د بالاسور ښار اړوند باهانګا د ریل ګاډو په تم ځای کې یو مساپر وړونکی ریل ګاډی د مقابل لوري نه راروان باروړونکي ریل ګاډي سره مخامخ وجنګید.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۲۸۸تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۹۰۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د پيښې نه وروسته د پيښې ځای ته په لسګونو امبولانسونه واستول شول او ټپیان يی نږدې روغتونونو ته انتقال کړل. پولیسو ویلي دي چې د پیښې لامل معلوم ندی خو د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د پيښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د پيښې د قربانیانو د کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده . هغه ویلي دي چې د ژغورنې عملیات دوام لري.
د ویلو ده چې په هندوستان کې هر کال د ریل ګاډو د ټکر او پيښو له امله په سلګونو تنه ژوند د لاسه ورکوي.