زیلینسکي : په ناټو کې غړیتوب د اوکراین د امنیت تر ټولو ښه تصمین دی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې په ناټو کې غړیتوب د اوکراین لپاره تر ټولو ښه د امنیت تضمین دی.

1994422
زیلینسکي : په ناټو کې غړیتوب د اوکراین د امنیت تر ټولو ښه تصمین دی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې په ناټو کې غړیتوب د اوکراین لپاره تر ټولو ښه د امنیت تضمین دی.

زیلینسکي د اوکراین له پولې څخه شل کیلومتره لیرې د مالدووا په تاریخي ممي کیسل کې د اروپا د سیاسي ټولنې له غونډې وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر زیلینسکي وویل  " اوکراین او ناټو اړیکې د لا پياوړي‌ کولو په خاطر باید یو ګام نور هم پر مخ واچول شي. د ناټو غړي‌ هیوادونه باید دا سیګنال په ډیره ښه توګه درک کړي".

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل ، که چیرې اوکراین د ناټو غړی وای روسیې پرې برید نشو کولی . دا خبره ددې ښکارندويي کوي‌ چې  " د اوکراین د امنیت تر ټولو ښه تضمین د ناټو غړیتوب دی."

ولادیمیر زیلینسکي اوکراین ته د F-16 الوتکو د ورکولو د پریکړې له امله له خپلو لویدیځو ملګرو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دوی عصري جنګي الوتکو ته اړتیا لري.

"موږ باید تر هغه وخته ژوند وکړو چې الوتکې ترلاسه کړو. موږ به خامخا دا کار وکړو، مګر د دې لپاره موږ محافظت ته اړتیا لرو. موږ نور وطنپالو ته اړتیا لرو تر هغه چې موږ الوتکه نه لرو.



اړوند خبرونه