په اسپانیا کې هم په کلیسا کې پر ماشومانو د جنسي تیري پيښې په ډاګه شوې
د اسپانیا د کاتولیک کلیسا ترټولو سترې ادارې، اسقف اعظم دفتر اعلان وکړ چې دوی د ۱۹۴۰ لسیزې راهیسې د ماشومانو د جنسي تیري پیښو په اړه ۹۲۷ شکایتونه ترلاسه کړي.

د اسپانیا د کاتولیک کلیسا ترټولو سترې ادارې، اسقف اعظم دفتر اعلان وکړ چې دوی د ۱۹۴۰ لسیزې راهیسې د ماشومانو د جنسي تیري پیښو په اړه ۹۲۷ شکایتونه ترلاسه کړي.
د اسقف اعظم دفتر په اسپانیا کې د کاتولیک کلیسا په دننه کې پر ماشومانو د جنسي تیریو د پيښو په اړه د ترسره شوو تحقیقاتو پایلې اعلان کړې.
په راپور کې راغلي دي چې د ۱۹۴۰ کال راهیسې په اسپانیا کې د کاتولیک کلیسا دننه په ماشومانو د جنسي تیري په اړه د ۹۲۷ شکایتونو ترلاسه کړي دي. په راپور کې راغلي دي چې د جنسي تیریو د قربانیانو ۸۶ عشاریه ۶۲ سلنه هلکان او ۱۷ عشاریه ۳۸ سلنه نجونې دي.
په راپور کې ویل شوي چې د جنسي تیري ۷۵ سلنه پیښې له ۱۹۹۰ کال څخه مخکې وې او د دغو پیښو ډیره برخه په ۱۹۶۰-۱۹۸۰ کلونو کې کشف شوې ده.
ویل شوي، چې د ۷۲۸ مذهبي چارواکو له ډلې ۵۲ سلنه یې د ښوونځي په چاپېریال کې د جنسي تېري په تور نیول شوي پادریان دي. ۲۰۸ یې پادریان نه دي او فاغلینو ۶۳ سلنو څخه ډېر پخوا مړه شوي دي.
د ویلو ده چې د کاتولیک کلیسا اسقف اعظم دفتر دا لومړی ځل دی چې په کلیسا کې د جنسي تیري د قضیو په اړه یو سند خپور کړ. د اسقف اعظم دفتر ددې پيښو له امله د بښنې غوښتنه کړې او ویلي دي چې د ټولو نه بښنه غواړي.
ځینې غیر دولتي سازمانونه ادعا کوي که چیرې په اسپانیا کې د دیکتاتورۍ دورې (1936-1974) کلونو کې په کاتولیک کلیسا کې د جنسي تیري قضیېو ته توجه وکړو کیدای شي چې دا پيښې د سلګونو زرو نه واوړي. خو له بده مرغه چې دا پيښې په کافي توګه څیړل شوي ندي. همداشان ددې پيښو قربانیانو ته په کافي توګه تضمین ندی ورکړ شوی.