روسیې پر اوکراین د اسکندر توغندیو بریدونه وکړل
روسیې د اوکراین پر پلازمینه کیف درانده بریدونه کړي
1994002
د اوکراین د دفاع وزارت اعلان کړی، چې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کیف د ۷ اسکندر ایم او ۳ اسکندر کي ډوله کروز توغندیو برید کړی، چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۱۰ توغندي په هوا کې له منځه وړل شوي، خو د توغندیو ځینې برخې په یوه اپارتمان او د ماشومانو پر روغتون غورځیدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: «تیره شپه روسیې په کیف د ۷ اسکندر-ایم بالستیک توغندیو او ۳ اسکندر-K کروز توغندیو سره برید وکړ. ټول توغندي په هوا کې له منځه یوړل شول. له بده مرغه، د ویجاړ شوي توغندیو ټوټې د اپارتمان ودانۍ او د ماشومانو په روغتون وغورځیدې. په خبرپاڼه کې راغلي چې د یوه ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.