امریکا له اوکراین سره د پوځي مرستو نوې بسته اعلان کړه
امریکا متحده ایالتونو اوکراین ته د پوځي مرستو یوه نوې بسته اعلان کړه، چې په کې د وسلو د بېلابېلو سیستمونو، په ځانګړې توګه د هوايي دفاعي سیستم لپاره مهمات شامل دي.
امریکا متحده ایالتونو اوکراین ته د پوځي مرستو یوه نوې بسته اعلان کړه، چې په کې د وسلو د بېلابېلو سیستمونو، په ځانګړې توګه د هوايي دفاعي سیستم لپاره مهمات شامل دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي په یوه ورځني خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې د امریکا پوځ به له اوکراین سره نوې پوځي مرستې له خپلو موجودو وسلو او مهماتو څخه کوي، او یادونه یې وکړه چې په نوې بسته کې د پټریوټ هوايي دفاعي سیسټمونو، سټینګرز او د لوړو الوتکو لپاره اضافي مهمات او توپچي راکټ سیسټم (HIMARS). شامل دي.
د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) هم اعلان وکړ چې د پوځي مرستې کڅوړه د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ده او په مختلفو اندازو کې د ماین پاکۍ تجهیزات او د توپونو مهمات پکې شامل دي.
کربي ویلي چې دوی له اوکراینیانو سره د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سولې لس ماده ییز پلان عملي کولو لپاره کار کوي.
له بلې خوا، کربي ویلي چې دوی د اوکراین له چارواکو څخه ډاډ ترلاسه کړی چې دوی به د روسیې په خاوره برید نه کوي.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی