د امریکا په فلوریډا ایالت کې د ډزو له امله د څلورو ماشومانو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي.
د امریکا په فلوریدا ایالت کې وسله وال برید شوی
1993473

د امریکا په فلوریډا ایالت کې د ډزو له امله د څلورو ماشومانو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي
د فلوریډا د پولیسو ویاندې ډینا بیټینسچي رسنیو ته ویلي، چې ډېری ټپیان د سیمه ییزو ماشومانو روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه ویلي دي چې په وسله وال برید کې د ۴ ټپیانو عمرونه د ۱ څخه تر ۱۷ کلونو پورې وو، بیټینسچي اعلان وکړ چې د یو ټپي عملیات ترسره شوی.
بیټینسچي یادونه وکړه چې برید په ځایی وخت د ماښام شاوخوا شپږ بجې ترسره شوی دی. پدې برید کې د یو ټوپک نه کار اخیستل شوی دی.
د پېښې په اړه پلټنې دوام لري او پولیس د نورو شکمنو کسانو لټون ته دوام ورکوي.
د روغتون ویاند یانیت اوباریو سانچیز وویل چې د ټولو ټپیانو حالت د ډاډ وړ دی.
ډزې د هالیووډ د سمندر غاړې په لاره کې شوې.
د ویلو ده چې پدې سیمه کې د نورمال ورځو په پرتله لا زیات د خلکو رش شتون درلود.