بلینکن : امریکا ولسمشر پر تورکیې د اف ۱۶ الوتکو د پلورولو نه قوي‌ ملاتړ کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې د جو بایډن ادارې په تورکیې د اف ۱۶ جنګي الوتکو د پلورولو د مسئلې سره  په ناټو کې د سویډن د غړیتوب  مسئلې ته غوټه نده ورکړې. هغه وویل چې دا دواړو د یو بل څه جلا مسئلې دي.

1993346
بلینکن : امریکا ولسمشر پر تورکیې د اف ۱۶ الوتکو د پلورولو نه قوي‌ ملاتړ کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې د جو بایډن ادارې په تورکیې د اف ۱۶ جنګي الوتکو د پلورولو د مسئلې سره  په ناټو کې د سویډن د غړیتوب  مسئلې ته غوټه نده ورکړې. هغه وویل چې دا دواړو د یو بل څه جلا مسئلې دي.

بلینکن دا څرګندونې د سویډن په لولیا ښار کې د سویډن له لومړي وزیر الف کریسټرسن سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې وکړې.

بلینکن پدې خبري‌ غونډه کې په ناټو سازمان کې د سویډن د غړیتوب په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ، " له ناټو سره الحاق یوه پروسه ده. د دې پروسې په جریان کې، د اتحادیې غړي کولی شي دوی ته د اندیښنې وړ مسلې وړاندې کړي. او البته تورکیې په تیرو څو میاشتو کې دا کار کړی دی."

بلینکن وویل چې سویډن او فنلند د تورکیې د اندیښنو د حل لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي او وویل، "زه فکر کوم چې دا د تورکیې بریا ده چې د ناټو سازمان  ټولو غړو په ځینو (امنیتي) اندیښنو تمرکز کړی دی. همداشان  دا د فنلنډ او سویډن  بریا ده ده چې د تورکیې د اندیښنو د حل په خاطر يي ځیني‌ ګامونه اوچت کړي‌ دي."

بلینکن د دې ادعاګانو  په اړه چې د امریکا لخوا تورکیې ته د F-16 الوتکو پلورل په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د تصویب پورې تړلي دي وویل، دا  دواړه جلا جلا مسئلې دي.

بلینکن وویل چې د جو بایډن ادارې په ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره تورکیې ته د F-16 الوتکو پلورل نه دي تړلي.د ویلو ده چې پر تورکیې د اف ۱۶ الوتکو  پلور د امریکا په ګټه هم دی. دا دواړه مسلې باید ژر تر ژره پرمخ ولاړې شي. دواړه مسئلې باید حل شي.

د سویډن لومړي وزیر کریسټرسن هم په ناټو کې د سویډن د ګډون لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړ څخه مننه وکړه.

کریسټرسن د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په ناټو کې د غړیتوب په اړه له تورکیې سره تماسونه دوام لري او زیاته کړه  چې هېواد یې د تورکیې، سویډن او فنلنډ ترمنځ د درې اړخیز تفاهم لیک ټول شرطونه پوره کړې دي.

کریسټرسن وویل چې دوی د تورکیې پریکړې ته درناوی لري، "اوس موږ انتظار کوو چې دوی پریکړه وکړي.".

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارېن ژان پېیر هم په خپل یوه ورځني خبري کنفرانس کې ویلي چې د امریکا ولسمشر بایډن له ډېرې مودې راهیسې تورکیې ته د اف ۱۶ الوتکو د پلورلو په اړه خپل ملاتړ څرګند کړی او په ناټو کې د سویډن غړیتوب د دې لپاره شرط نه دی.



اړوند خبرونه