امریکا د روسیې او بیلاروس ترمنځ د تاکتیکي اټومي وسلو په اړه د لاسلیک شوي تړون په اړه غبرګون وښود.
امریکا : د روسیې او بیلاروس ترمنځه د اټومي وسلو تړون د روسیې د پارونکو اقداماتو وروستۍ بیلګه ده

امریکا د روسیې او بیلاروس ترمنځ د تاکتیکي اټومي وسلو په اړه د لاسلیک شوي تړون په اړه غبرګون وښود.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر په یوه ورځني خبري کنفرانس کې وویل چې په بیلاروس کې د تاکتیکي اټومي وسلو د ځای په ځای کولو د رسمي کولو لپاره د روسیې او بیلاروس ترمنځ لاسلیک شوی تړون پر دوې هیڅډول اغیزې نه کوي.
ژان پییر د دې په څرګندولو سره چې داسې نښې نشته چې روسیه د اټومي وسلو کارولو ته چمتو کوي خو د روسیې دا ګام "د غیر مسؤلانه او پارونکي انتخابونو یوه بله بیلګه ده"
ژان پییر د ناټو اتحاد د ټولیز دفاع لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میټ میلر هم د بیلاروس لخوا د تاکتیکي اټومي وسلو په اړه د روسیې سره د تړون لاسلیک کول غندلي دي.
"دا د هغه غیر مسؤلانه چلند وروستی اقدام دی چې موږ څه باندې یو کال مخکې په اوکراین باندې د روسیې په ټولیز برید کې ولید."
میلر وویل چې دوی مخکې ویلي وو چې د اوکراین سره په جګړه کې د روسیې لخوا د بیولوژیکي، کیمیاوي یا اټومي وسلو کارول به دې هیواد ته په ډیر دروند قیمت تمام شي.
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو او د بیلاروس د دفاع وزیر ویکتور هیرین پرون په بیلاروس کې د تاکتیکي اټومي وسلو د ځای پرځای کولو سندونه لاسلیک کړل.
هیرین ټینګار وکړ چې دا د لویدیځو هیوادونو د "غیر دوستانه" او "تیري کوونکي" سیاستونو ځواب دی.