د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ټرمپ‌ لپاره یو بل رقیب پيدا شو

په امریکا د فلوریډا ایالت جمهوري غوښتونکي والي رون ډیسانتیس په رسمي ډول د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپله نوماندي اعلان کړه.

1990636
د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ټرمپ‌ لپاره یو بل رقیب پيدا شو

په امریکا د فلوریډا ایالت جمهوري غوښتونکي والي رون ډیسانتیس په رسمي ډول د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپله نوماندي اعلان کړه.

رون ډیسانتیس خپله نوماندي د ایلون ماسک د ټویټر په یوه غونډه کې چې د یو میلیون او ۷۰۰ زرو تنو لخوا په ژوندۍ بڼه څارل کیده اعلان کړه.

د ویلو ده چې په سیالۍ کې د ډیسانتیس په ګډون سره پخواني‌ ولسمشر  ډونالډ ټرمپ په پرله پسې بیانونه خپارل کړل  او د خپل نوي‌ رقیب پر خلاف يي ډیرې سختې څرګندونې وکړې. د ټرمپ‌ دې څرګندونو ته په کتو سره داسې ښکاري‌ چې  د ولسمشرۍ د نوماندۍ په اړه مبارزه ډیره زوروره تیره شي.

داسې تبصرې شتون لري چې ډیسانتیس ، چې د دودیز جمهوري غوښتونکو لخوا يي ملاتړ کیږي ،  کیدای شي‌ چې رای ورکوونکي‌ د ټرمپ‌ نه خپل لوري‌ ته د راکاږولو په برخه کې د ډیرو ستونزو سره مخامخ شي.

د فلوریډا والي ډیسنټیس او ټرمپ سربیره ، د جمهوري غوښتونکي ګوند څخه  د نوماندانو په لست کې په ملګروملتونو کې د امریکا سفیر، سناتوران، سوداګر او پانګه وال هم شتون لري.

د دیموکراتانو لپاره، سیاسي هوا د اوس لپاره ارامه ده. د ولسمشر جو بایډن ترڅنګ، دوه نومونه چې تر دې دمه یې ډیر چانس نه درلود خپله نوماندي اعلان کړه.

یو له دوی څخه رابرټ ایف کینیډي دی، د پخواني ولسمشر جان ایف کینیډي وراره.

نوماندان به د ۸ میاشتو خپل ګوندي‌ ټاکنو نه وروسته معلوم شي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به د ۲۰۲۴ کال د نوامبر په ۵ ترسره شي.



اړوند خبرونه