په  امریکا متحده  ایالتونو کې یوه اته کلنه کډواله نجلۍ د پولې د امنیت په توقیف کې ژوند د لاسه ورکړ.

د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو ساتنې ادارې لخوا په یوه بیان کې شوي‌ چې   دا اته کلنه کډواله نجلۍ د تکساس ایالت  هارلینګن ښار ، ریو ګرانډ ویلی  سیمه کې د پولیسو په مرکز کې د خپلې کورنۍ سره د توقیف پرمهال ناڅاپه ناروغه شوه. .

1988150

په خبرپاڼه کې د هغې نجلۍ د هويت او مليت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي چې په روغتون کې يې ساه ورکړې وه.

په بیان کې د دې په ټینګار سره ویل شوي‌ دي‌ چې پیښه به د امریکاد ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې د ادارې لخوا  وڅیړل شي، په بیان کې دا هم ویل شوي چې د هارلینګین پولیسو ته هم خبر ورکړل شوی.

د هارلینګن د پولیسو د څانګې ویاند لیري مور وویل چې هغه د نجلۍ د مړینې په اړه معلومات نه لري.

راپور ورکړل شوی چې د کوچنۍ نجلۍ د توقیف موده ۷۷ ساعته وه، چې د ټاکل شوي وخت څخه ۵ ساعته ډیره وه.

تیره اونۍ په امریکا کې یو ۱۷ کلن ځوان کډوال ځوان هم  د امریکا د روغتیا او بشري خدماتو د ادارې په توقیف کې ژوند د لاسه ورکړی وو.

اړوند خبرونه