امریکا د روسي هکر پر سر لس میلیونه ډالره جایزه وټاکله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی ، هغه چا ته به لس میلیونه ډالره جایزه ورکړي چې د روسیې د تبعه میخایل پاولوویچ ماتیویف د نیولو په اړه دوې ته معلومات ورکړي.
امریکا د روسي هکر پر سر لس میلیونه ډالره جایزه وټاکله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی ، هغه چا ته به لس میلیونه ډالره جایزه ورکړي چې د روسیې د تبعه میخایل پاولوویچ ماتیویف د نیولو په اړه دوې ته معلومات ورکړي. په بیان کې راغلي دي چې نوموړی روس هکر د امریکا د یو زیات شمیر امنیتي ارګانونو ، شرکتونو او مهم زیربناګانو باندې په سایبری بریدونو کې په رول لرولو تورن شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې
"روسیه د سایبري مجرمینو لپاره خوندي ځای دی او دا هیواد سایبري مجرمینو هکرانو ته په امریکا او د هغه پر متحدینو د سایبري بریدونوو او زیانمندو عملیاتو یو ډیر خوندي چاپیریال چمتو کړی دی.
میلر یادونه وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال سازمان شوي جرمونو جایزه پروګرام د یوې برخې په توګه، هغو کسانو ته به تر 10 میلیون ډالرو پورې انعام ورکول کیږي چې د روسیې تبعه میخایل پاولوویچ ماتوییف د نیولو او ځای په اړه دوی ته معلومات ورکړي .
میلر د دې په بیانولو سره چې د عدلیې وزارت د واشنګټن او نیوجرسي ایالتونو په دوو محکمو کې د نوموړي پر ضد مقدمې درج کړې دي. همداشان روسي هکر هم د امریکا د خزانې وزارت لخوا د بندیزونو په لیست کې شامل شوی..