ارمنستان ځواکونو په پوله کې د اذربایجان په ځواکونو برید کړی دی.
د اذربایجان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په پوله کې د ارمني ځواکونو لخوا د ډزو په پایله کې د دوی یو سرتیری شهید شوی دی.
ارمنستان ځواکونو په پوله کې د اذربایجان په ځواکونو برید کړی دی.
د اذربایجان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په پوله کې د ارمني ځواکونو لخوا د ډزو په پایله کې د دوی یو سرتیری شهید شوی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ارمني ځواکونو د قصدي پارونې په پایله کې د اذربایجان د پوځ یو سرتیری اورخان نوروزالیزاده شهید شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د اذربایجان د اردو ځوابي برید وکړ او دم ګړۍ حالات تر کنټرول لاندې دي.
پرون مازدیګر د بصره ګیر ولایت د زود په سیمه کې د ارمنستان د پوځ له پوستو څخه د اذربایجان په عسکري پوستو برید وکړ او وروسته سخته جګړه وشوه چې له امله یې یو عسکر سخت ژوبل شو.
وروسته د اذربایجان پوځ ځوابي بریدونه وکړ چې درنې وسلې او هاوانونه هم پکې وکارول شول.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.