په امریکا متحده ایالتونو یو تن د خپل موټر سره د بس په تم ځای کې پر ولاړو کډوالو برید وکړ.
د امریکا د تکساس په ایالت کې د بس په تم ځای کې په ولاړو کډوالو د موټر سره د برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د تکساس ایالت د برونس ویل د پولیسو مشر مارتین ساندوال خبري رسنیو ته ویلي دي چې پيښه د کډوالو یو کمپ ته مخامخ د بس په یو تم ځای کې رامنځته شوې ده.
هغه ویلي دي چې یو جیپ ډوله موټر د بس په تم ځای کې ولاړ خلک لاندې کړي دي. په ډیرې خواشینۍ سره چې په پیښه کې ۷ تنو د پيښې په ځای کې ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي چې روغتون ته انتقال شوي دي.
سره ددې چې د پيښې اصلي لامل معلوم ندی خو ګمان کیږي چې دا یو قصدي پيښه وي. داسې ګمان کیږي چې دې کس په قصدي ډول دا خلک په موټر وهلي دي. د موټر چلوونکی نیول شوی دی.
د بله پلوه عینې شاهدانو په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو کړو ویدیوګانو کې ښکاري چې د موټر چلوونکی په ډیر سرعت سره راځي او پرته ددې چې بریک ونیسي د بس په تم کې ولاړ خلک لاندې کوي.
پولیسو ویلي دي چې ددې پيښې قربانیان ډیر د وینزویلا د هیواد وګړي دي چې په غیرې قانوني توګه دې هیواد ته راغلي دي.