روسیې اوکراین پر کرملین ماڼۍ د بې پیلوټه الوتکو پر مټ په برید تورن کړ

روسیې پر اوکراین تور ولګاوه چې تېره شپه یې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وژلو لپاره د بې پیلوټه الوتکو پر مټ د روسیې د کرملین پر ماڼۍ حمله کړې ده.

1982323

د روسیې دولتي  خبري اژانس ریا نویستي  په یوه بیان کې ویلي دي چې کرملین دا برید "پلان شوی ترهګریز برید" بللی او ویلي یې دي چې د ځواب ویلو حق لري.

ویل شوي چې د کرملین په دیوالونو کې دننه د پوتین پر استوګنځي په برید کې دوه بې پیلوټه الوتکې کارول شوې وې، خو دا بې پیلوټه الوتکې د روسیې د ځواکونو له خوا نسکورې شوې دي.

روسیې اعلان وکړ چې پوتین هغه مهال په کرملین کې نه و او له همدې امله ټپي شوی نه دی او د کرملین ودانۍ ته زیان نه دی رسېدلی.

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویاند سري نیکیفوروف ویلي، موږ پر کریملین د نوموړو بریدونو په اړه هیڅډول معلومات نه لرو.، لکه څنګه چې ولسمشر زیلینسکي په وار وار ویلي، اوکراین د خپلې خاورې د آزادولو لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلي. پر نورو برید وکړي."

اړوند خبرونه