روسیې د اوږدې مودې وروسته نن یو ځل بیا په اوکراین پراخه بریدونه وکړل

د روسیې پوځ نن سهار د اوکراین د پلازمینې کیف په ګډون دنیپرو، عمان او اوکراین په ښارونو باندې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پرمټ سخت بریدونه ترسره کړل.

1980568
روسیې د اوږدې مودې وروسته نن یو ځل بیا په اوکراین پراخه بریدونه وکړل

د روسیې پوځ نن سهار د اوکراین د پلازمینې کیف په ګډون دنیپرو، عمان او اوکراین په ښارونو باندې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پرمټ سخت بریدونه ترسره کړل.

د کیف ښار د پوځي ادارې مشر سرګي پاپکو د خپل ټولنیزه میډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي چې د روسیې پوځ په پلازمینه کیف باندې هوايي بریدونه کړی دی.

پاپکو د دې په بیانولو سره چې د روسیې ۱۱ کروز توغندي د کیف په هوايي حریم کې د دفاعي سیستم له خوا له منځه وړل شوي، وویل چې دوه ډرون الوتکې هم ویشتل شوي دي.

پاپکو یادونه وکړه چې په بریدونو کې هیڅوک وژل شوي یا ټپیان شوي ندي.

په اومان کې ۱۰ تنه وژل شوي

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایګور کلیمینکو په خپل ټولنیزه میډیا کې په یوه بیان کې ویلي چې روسیې نن سهار د نیپرو، اومان او اوکراین پر ښارونو توغندیز بریدونه کړي دي.

کلیمینکو ویلي دي د نوموړو بریدونو په ترڅ کې څو توغندي په اومان  کې پر اپارتمانونو لګیدلي، "په بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه ټپیان شوي چې په روغتون کې بستر شوي دي."

اومان  کې درې ورځنی ماتم اعلان شو

د سیمه ایزو خبری سرچینو په وینا، په اومان  کې د توغندیو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو لپاره درې ورځنی ماتم اعلان شوی، ټول تفریحی مراسم لغوه شوی دی.

کلیمینکو وویل چې د لټون او ژغورنې ډلې په سیمه کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

د اوکراین لوی درستیز والیري زالوژني هم په خپل ټولنیزه میډیا کې ویلي چې روسیې د سهار د څلوروبجو په شاوخوا د کسپین سمندرګي څخه د Tu-95 الوتکو په وسیله برید وکړ.

د اوکراین د هوايي دفاعي ځواک د الوتکو ضد توغندیو واحدونو له ۲۳ روسي کروز توغندیو څخه ۲۱ یې له منځه وړي دي. همداشان دوه بې پيلوټه الوتکې هم ویشتلي دي.



اړوند خبرونه