اتریش: که چیرې پوتین دې هیواد راشي هغه به ونیول شي
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اتریش ته د سفر پر صورت کې به ونیول شي.
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اتریش ته د سفر پر صورت کې به ونیول شي.
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت پرون ددې هیواد د اساسي قانون او د اروپايي ټولنې د وزیرې کارولین ایډسټاډلر د هغو څرګندونو په اړه څرګندونې وکړې چې د جرمني ټګ شپیګل ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو "که چیرې پوتین اتریش ته راشي هغه به ونیول شي "
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي ، پوتین اتریش ته د راتګ په صورت کې به ونیول شي.
"هیڅوک له قانون څخه پورته نه دی. ټول جرمونه باید روښانه شي پرته له دې چې خلا پریږدي، دوی بې سزا نشي پاتې کیدی." په بیان کې ټینګار شوی، چې اتریش د نورو هېوادونو په څېر د جرمونو د نړیوالې محکمې د پرېکړو په عملي کولو مکلف دی.
"دا د محکمې د نیولو امر او د مطلوب کس د توقیف په معنی دی. البته دا په ولسمشر پوتین باندې هم تطبیقیږي."
د ویلو ده چې پوتین بیا ویلي دي ددې محکمې د ۱۲۳ غړيو هیوادونو ته د سفر پر مهال به دا خطر په پام کې ونه نیسي.
اړوند خبرونه
د روسي کښتۍ لخوا د المان پر پوځي چورلکې د برید ادعا شوې ده
د بالتیک په سمندر کې د روسي کښتۍ لخوا د آلمان پر پوځي چورلکې د خبرداري برید کولو ادعاء شوې ده.