زیلینسکي وویل که اوکراین او پولنډ اوږه په اوږه ورکړي، روسیه نشي کولی چې اروپا ته ماتې ورکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي چې د رسمي سفر په ترڅ کې پولنډ ته سفر کړی ددې هیواد په پلازمینه وارسا کې خلکو ته وینا وکړه .
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل که اوکراین او پولنډ اوږه په اوږه ورکړي، روسیه نشي کولی چې اروپا ته ماتې ورکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي چې د رسمي سفر په ترڅ کې پولنډ ته سفر کړی ددې هیواد په پلازمینه وارسا کې خلکو ته وینا وکړه .
زیلینسکي په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل ، چې د پولنډ پوځي ملاتړ له اوکراین سره په جګړه او د ازادۍ په مبارزه کې خورا مهمه مرسته کړې ده.
"زموږ ازادي ستاسو ازادي پیاوړې کوي."
زیلینسکي د پولنډ له خلکو او د هغوی له واکمنانو څخه د اوکراینیانو نه د میلمه پالنې له امله مننه وکړه.
"که اوکراین او پولنډ اوږه په اوږه ورکړي، روسیه هیڅ وخت نشي کولی چې اروپا ته ماتې ورکړي."
د پولنډ ولسمشر اندرزیج دودا هم پخپله وینا کې وویل ، یوازینی شی چې له روسیې څخه باید غوښتنه وشي هغه د اوکراین له خاورې په بشپړ ډول وتل دي.
هغه وویل چې د اوکراینیانو د ژوند پر سر باید هیڅډول مذاکرات ونشي.، دودا وویل:
"نن موږ مسکو ته، کرملین ته یو واضح پیغام لیږو، تاسو په هیڅډول موږ پارچه پارچه کولی نشۍ."
هغه وویل چې پولنډ او اوکراین د سلګونو کلونو ګډ تاریخ سره تړلي دي.
"د اړتیا په صورت کې د پولنډیانو په توګه ، موږ خپلو وروڼو ته د مرستې لاس اوږد کړ. موږ اوکراین ته ټانکونه، زغره وال وسایط، هاویټزر او الوتکې ورکوو، موږ د نورو هیوادونو لپاره یو مثال وړاندې کوو او کله ناکله موږ د وسلو د رسولو په وړاندې مقاومت ماتوو. "
د ویلو ده چې زیلینسکي او پولنډي چارواکو، د عامه وینا څخه مخکې سره ولیدل، د مختلفو مسلو په اړه ژمنې وکړې او تړونونه یې لاسلیک کړل.
دودا یادونه وکړه چې پولنډ تر دې دمه اوکراین ته د شوروي جوړ اته "MIG-29" ډوله جنګي الوتکې لیږلي دي، دودا یادونه وکړه چې شپږ نورې الوتکې به هم واستوي.